همدا ډیموکراسي ده

ابو یاسر افغان

افغانستان ته ډیموکراسي او هغه هم په نوي ډول، په نوي شکل او نوي تعریف د امریکا او ناټو لخوا را وارده شوه، عجیبه وه او لا ډېره عجیبه داده چې چا ډیموکراسي نه منله او یا یې نه مني، نو یا وژل شوي او وژل کیږي به او یا زنداني شوي او زنداني کیږي به، دلته به هغه متعصب او لنډ فکره د حق څخه ړانده خلک څه ځواب لري، چې وایي اسلامي نظامونه د توري په زور پر خلکو تپل شوی او عملي شوی دی؟!

که ډیموکراسي واقعي همداسې وي چې څوک څه غواړي، کومه عقیده او کومه تګلاره غواړي، کوم مذهب او کوم فکر خپلول غواړي، هغه حق لري چې باید څوک یې مخه ونیسي، نو بیا خو پکار دا وه چې افغانان ۹۹.۹% مسلمانان دي دلته باید اسلامي نظام وتی ، ځکه د اسلامي شریعت حاکمیت د هر چا خوښه او هیله ده، حتی چې دلته کوم هندو او سکهـ لږه کي اوسیږي د هغوی هم همدا خوښه ده چې دلته دې اسلامي نظام وي ځکه چې په اسلامي نظام کې د هر چا او بلکې ټول مخلوق د حقوقو ساتنه کیږي؛ مګر امریکا او ناټو، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تایید د ټولو نړیوالو بشري قوانینو او جنګي اصولو خلاف پر افغانستان حمله وکړه او دلته یې د خلکو د غوښتنې خلاف هغه چټله ډیموکراسي پر خلکو مسلطه کړه چې دا ۱۷ کاله یې د بې ګناه مسلمانانو د وینو سیلابونه وبیول، د همدې ډیموکراسۍ د تطبیق په خاطر یې سلګونه مسجدونه، مدرسې او ښوونځي بمبارد کړل، پوره پوره کلي یې په بل مخ واړول، د اقتصادي پالیسۍ په پلمه یې د سودي نظام د تطبیق سربیره د ولسي وګړو ټوله شتمني یرغمل کړه او لا هم په دې پالیسۍ کار روان دی چې افغان ولس امریکا او ناټو ته په بشپړ ډول احتیاج شي، بیا به امریکا او ناټو خیرات ورکوي، د مرستو په نوم به سودي پورونه ورکوي او په بدل کې به یې افغانان د امریکا هر امر له مجبوریته هم مني!!

همدا ډیموکراسي ده چې له غرب نه را وارد شوي برین واش شوي غلامان او پرديپالي یې د مفکرینو او خادمینو په توګه عام ولس ته ور وپیژندل، بیا یې پرې مسلط کړل!!

دلته خو د اقلیت او اکثریت قضیه هم برعکس ده، ډیموکراسۍ کې خو خبره د اکثریت منل کیږي او د اقلیتو د حقوقو د ساتنې دعوه هم کیږي، مګر دلته خو مطلق اکثریت محکوم دی، واک او قدرت د یو څو منحوسو څېرو په لاس کې دی چې هغوی هم په ټوله کې د سي آی ای لخوا کنټرول او اداره کیږي، نو همدا ډیموکراسي ده!!

دلته چې ۹۹.۹% وګړي مسلمانان دي، خو بیا خو پرې قوانین اروپایي او امریکایي تطبیق شوي، د قضا او څارنوالۍ فیصلې یې د فرانسوي ایکسپایر سیاسي حقوقو فارغین کوي، مسجدونه، مدرسې، دیني غونډې، دیني اشخاص او اصیل افغاني کلتور تر یرغل لاندې نیول شوی، فاحش او بې دینه چارواکي د خپلې خوښې پالیسي پر خلکو چلوي، رسنۍ او ټولنې یو تر بله په دې خبره رقابت او سیالي کوي، چې امریکا او ناټو ته خپل نزدیکت او اخلاص څرګند کړي!!

همدا ډیموکراسي ده چې فقر او غربت زیاتیږي، وچکالي زیاتیږي، غرونه او ځنګلونه، کلي او ښارونه په پوره ډول د جګړې په تاوده ډګر بدل شوي، هماغه خلک چې په خپلو هېوادونو کې د سپیانو، پیشوګانو او مرغانو حقوق هم په سختۍ عملي کوي، دلته هره ورځ د بمونو په باران لسګونه انسان وژني، کلي او کورونه ورانوي، ښځې، ماشومان، بوډاګان، حتی مرغان او حیوانات هم بلا توپیره وژني!!

همدا ډیموکراسي ده، د ډیموکراسۍ علمبرداران د بشریت نابودول غواړي او د دې شیطاني تګلارې یوه برخه یې همدلته پلي کړی ده.

همدا ډیموکراسي ده چې ولس ته په سترګو کې خاورې اچول کیږي، هره ورځ لسګونه میرمنې کونډیږي، سلګونه ماشومان یتیمان کیږي او ورځ تر بلې وضعیت خرابیږي، د چارواکو او زورواکو بچیان او میرمنې د اروپا په عیاش چاپیریال کې ارام ژوند کوي، له اشرف غني نیولی تر عادي مامورینو پورې د ډیرو یې کورنۍ په هند، ایران، دوبۍ، امریکا، کاناډا، روسیه او… کې د عیش او عشرت ژوند کوي، خو دلته دوی په عام ولس سره ورځ راخیستی د تروریزم او ترهګرۍ په نومونو یې وژني، کورونه او کلي یې ورانوي، شتمنۍ یې لوټي او…..

نو همدا ډیموکراسي ده!!!

تبصرې (3)

  • بیشکه وروره همداسې ده اوس دلته دافغانستان هر وګړﺉ دیموکراسی نه غواړی او دوﺉ یې پر موژ په زور منی او د دې ټولو ناخوالو سبب همدا پریدیپاله دی چي ځان ته افغان واﺉ اوبیا ملګرتیا د پردیو کړی

  • تاسو دیر ښکلی تازه ا نوی خبرونه په خپله ویب پاڼه خپروی.له تاسو څخه می هیله ده چی توکی وړاندی کړی.

  • په خلافت کښې امیرالمومنین، یا مشرتابه، یا خلیفه څنګه ټاکل کېږي؟ که ټول خلق رايي ورکړي نو دا خو اولسواکۍ/ډېموکرېسي شوه. که یزید غندې په زور به باچايي نیسي نو آمریت شو. که د دېوبند مدرسې د مهتمم پشان وايي چې د دېوبند مدرسه خو زما نیکه جوړه کړې وه او زه به يې تر مرګه مشر یم نو دا خو بادشاهت شو. د طالبانو امیر ملامحمد عمر صیب وفات شوے و او طالبانو يې ژوندلیک خپور کړو چې هغه لا امیر دے. دا اوس امیر يې پخپله ډېر طالبان نه مني او په نورو خلقو يې مني. دا اوس امیرالمومنین چا لیدلے دے؟