
سعودی عرب ته د مړي تګ ! طنز
لیکوونکی: ابراهیم صیاد – ویونکی: افغان افغان
کله یې چې چوټي له نیمایي په تیریدو شي نو ورسره د مړي (مسافر) رنګ هم په ژیړیدو شي، په معمولي خبر غصه خپګان او سوچونه یې زړه خوري ان تر دې چې درې ورځې پاتې شي، دا درې ورځې دده د زنکدن په میثال وي، خپل او خپلوان میلمستیاوې ورته کوي خو دی بیچاره خوند نشي ترې اخیستی ، هر کور ته د میلمستیا په وخت داسې احساس کوي لکه یو سخت مریض چې په اخري شیبو کې په روغتونو ګرځول کیږي، تر دې چې اخري ورځ شي غسل په خپله وکړي او د کفن پر ځای کالي واغونځي .
بې ساه ژوندی وي نو
له کوره د وتلو پر وخت د کور غټ او واړه په سلګیوو ورته ژاړي ، دمسافر په لاس کې هم سپین دسمال وي چې په عام تور خلک د مړي زنه پرې تړي خو دی مرحوم اوښکې پرې وچوي.
هغه وي چې د الوتکې کټ ته په خپله ور پورته شي او د شپږو میاشتو کمې زیاتې چوټي خوږې او ترخې خاطرې یې په سترګو کې غړیږي… کله له ځان سره مسکی او کله له ژړا را ډک شي.
تر دې چې د سعودي مبارکې خاورې او خپل اخري منزل (کوټې)ته ورسیږی..
دلته نو که مسافر نیکبخته وي او له کوره دعا ورپسې وي نو اقامه به په ښي لاس واخلي او خپل کار ته به دوام ورکړي.
او که چیرته دا مسافر خدای مکړه بدبخته وه نو له راتګ سره به یې د غم لړۍ یو په دوه شي.. کفیل به اقامه په چپ لاس ورکړي د تنزل یا زیاتو پیسو غوښتنه به ترې وکړي.. د حکومت له خوا به هم د اتلسو نظامونو ښکار شي چې هر نظام یې په هفته کې د سړي د سر پنځه ویښتان سپینوي او پنځویشت تویوي…
ددې دردونو معلومات هغه چاته ښه کیږي چې سعودي ته تللی او راغلی وي، خو دا دنیا یو عادي سفر دومره سختي لري نو د اخرت ریښتونی او ابدي سفر به څومره سخت وي.. الله ج دې راته اسان کړي.