دقادیانیت (قادیانیزم) تاریخ ته لنډه کتنه!!!

لیکنه: عبدالرؤف «خپلواک» / ترتیب: الهام البدري

قادیانیت (قادیانـیزم) هغه غورځنګ دی چې د انګلیـسي ښـکیلاک په لاس ۱۹۰۰ م کـال کې جوړ شوی، تر څو په هندوستان کې مسلمانان له دین او جهاده لرې وساتي، چې په ښکاره ډول د اسلام په نوم د ښکیلاکګرو په وړاندې ونه دریږي، د دې غورځنګ د افکارو هنداره د (ادیان) په نوم مجله وه.

د قادیانیت جوړښت او مشهورې څيرې:

میرزا غلام احمد قادیاني ۱۸۳۹ کال د هند د پنجاب ایالت په قادیان کې زوکړی، چې له دین او وطن سره خیانت کونکې کورنۍ پورې یې اړیکه درلوده. استعمار ته وفادار او د هغو منونکی و، نو د یو ځانګړي هدف لپاره انګلیسي ښکیلاک غوره کړ ‎ چې مسلمانان یې تر څنګ ودریږي او له جهاده یې مصروف او منصرف کړي له نوموړي سره یې بې سارې احسانات کړي و نو؛ ځکه يې له هغوی سره دوستي ښکاره کړه.

پخپله غلام احمد د خپلو پلویانو له خوا په ګډوډ مزاج، ډېرو ناروغیو او زیاتو نشه ای توکو کارولو اوڅار و.

دده زوی په خپله وایې چې زما پلار (قادياني) به تل په یوه جب کې کوړه او بل جب کې لوټه ګرځوله :

ګوړه ددې لپاره چې زما دپلار خواږه خواړه ډېر خوښ و، او لوټه به یې داودس وچولو په خاطر ګرځوله.

نوموړی وایي: چې داسې څوڅو وارې شوي چې په ګوړه به یې اودس وچ کړ او لوټه به یې دګوړې پرځای څټله.

د (قادیاني) د خبیث دعوت په وړاندې مولانا ابو الوفاء رحمه الله، ثناء الله امر تستري رحمه الله ودریده، خو دی (قادیاني) سمې لارې ته رانغی له مولانا سره یې مباهله وکړه چې له څو ورځې وروسته قادیاني مردار شو. میرزا پنځوس کتابونه لیکلی دی لکه: ازالة الا وهام اعجاز احمدي، انوار الاسلام، اعجاز المسیح او نور …

نور الدین: د قادیانیزم لومړی چې انګلیسي ښکیلاک تاج ور په سر کړ او فصل الخطاب یی لېکنه ده.

محمدعلي او خواجه کمال الدین: د قادیانیت د لاهور څانګې امیر و، او دوی دواړه یې مناظران و، لومړني په انګلیسي د قرآن کریم تحریف شوې ژباړه ولیکله، نور يې حقیقة الا ختلاف او النبوة فی الاسلام وکښل.

محمدعلي: د لاهور د څانګې امیر، د انګلیسي جاسوس او د قادیان مجلې چلونکی و.

محمد صادق: د قادیانیزم مفتي او د خاتم النبیین کتاب لیکوال و.

د غلام احمد زوی بشیر احمد چې د سیرة المهدي او کلمة الفصل څښتن و.

د غلام احمد زوی محمود احمد دوهم خلیفه او لیکنې یې انوار الخلافة، تحفة الملوک او حقیقة النبوة دی.

ظفرالله خان: د پاکستان د بهرنیو چارو لومړنی وزیر: چې د دې خبیثې ډلې له پاره یې پنجاب کې د (ربوة) په نوم نړیوال مرکز ودان کړ او (ربوة) نوم یې له قرآن کریم نه رااخیستی و: (وآوینا هما الی ربوة ذات قرار معین). مؤمنون (۵۰)

افکار او معتقدات یې:

لومړی یې خپل دعوت د یو مسلمان دعوتګر په څير پيل کړ، څو یې خپله خوا کې پلویان ولېدل نو د (مجددیت) دعوا یې وکړه، بیا یې بل ګام واخیست د (مهدي توب) او مسیح موعود اوازه یې اوچته کړه په پای کې یې د نبوت دعوی وکړه او ويي چې زما نبوت له محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نه لوړ او اوچت دی.

قادیانیان وایې: الله جل جلاله لمونځ کوي، روژه نیسی، ویده کیږي او ويښيږي، لیکل کوي او… (تعالی الله عما یقولون علوا کبیرا)

قادیاني وایې چې: خدای انګریزی دی ځکه چې هغه په انګریزي ورسره غږیږي.

دوی عقیده لري چې د نبوت سلسله پای ته نه ده رسیدلې الله جل جلاله د اړتیا سره سم پيغمبران راستوي او ټولو کې غوره میرزا دی.

عقیده لري: چې جبرائیل علیه السلام قادیاني ته وحی راوړه او الهامات یې د قرآن غوندې دي.

وايی: قرآن هغه دی چې (میرزا) راوړ، حدیثونه د هغه د لارښونو رڼا دی، ټول انبیاء یې له مشرتابه لاندې دی.

باور لري: چې دوی د خپلواک دین او شریعت خاوندان دي او د میرزا ملګري د صحابه کرامو غوندې دي.

عقیده یې ده چې قادیان د مکې مکرمې او مدینې منورې په شان دی بلکې له هغو نه غوره دی، زمکه یې حرم، قبله او د حج د ادا کولو ځای دی.

هر مسلمان د دوی په اند کافر دی تر څو په قادیانیت کې شامل شي، او چا چې له قادیانیانو پرته له بل چا سره واده وکړ هغه کافر دی.

شراب، افیون او نور نشه ایز څيزونه حلال بولي.

فکري او عقیدوي ریښې یي:

د سر سیداحمد خان لویدیځوال غورځنګ د قادیانیت له پاره لاره هواره کړه

انګلیسانو دا ظروف غنیمت وګڼل، د قادیانیت بنسټ یې کیښود او د ګوډاګۍ کورنۍ یو تن یې ورته غوره کړ.

په ۱۹۵۳ کال د پاکستان ولس یو ولسي پاڅون وکړ او د ظفرالله خان د استعفی او د قادیانیانو د اقلیت کولو غوښتنه یې وکړه چې په زرګونو کسان په کې شهیدان شول خو دوی هم د وزیر په استعفا ورکولو کې بریالی شول.

۱۹۷۴ کال په مکه مکرمه کې د رابطة العالم الاسلامی په نوښت د اسلامي نړۍ د ډيرو اسلامي غورځنګونو د استازیو په ګډون یوه غونډه جوړه شوه اوږده بحثونه وشول چې په پایله کې کانفرانس قادیاني ډله کافره او له اسلامه بهر وبلله، له مسلمانانو یې وغوښتل چې د دوی خلاف مقاومت وکړي، معامله ورسره ونه کړي او مړي یې د مسلمانانو په هدیرو کې دفن نشي. د پاکستان قومي اسمبلۍ (ملي شورا) د قادیانیزم له مشر میرزا ناصر احمد سره د مولانا مفتي محمود (رح) په وساطت تر دیرشو ورځو پورې بحث او مناقشه وکړه په پای کې قادیانی عاجز شو د دوی له خبیثې څیرې د کفر پرده پورته شوه، نو پارلمان د هغوی د اقلیت او نامسلمانۍ پریکړه وکړه.

د میرزا غلام احمد قادیاني د کفر لاملونه:

لومړی: د نبوت دعوی.

دویم: د جهاد فریضه له منځه وړل او د ښکیلاک خدمت کول.

درېیم: مکې مکرمې ته د حج لغوه کول او قادیان ته یې اړول.

څلورم: الله جل جلاله له بشر سره تشبیه کول.

پنځم: د تناسخ او حلول په عقیده ایمان لرل.

شپږم: الله تعالی ته د ولد (زوی) نسبت کول او دا وینا کول چې زه د الله جل جلاله زوی یم.

اووم: په محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د نبوت له ختمیدا نه انکار کول او د هر چا له پاره دا باب ازاد پریښودل.

اتم: قادیانیزم له اسرائیلو سره ژورې اړیکې لري، هلته یې مرکزونه او مدارس شته، هغوی کتابونه او نور نشرات ورته چاپوي او خپروي او د (قادیان) مجله یې له هغه ځایه خپریږي.

نهم: له مسیحیت، یهودیت او نورو باطني ډلو نه په عقائدو کې ډیر متأ ثر دي، سره له دې چې د مسلماني دعوا کوي.

د دوی د خپریدا ځایونه:

ډیری قادیانیان په هندوستان او پاکستان کې اوسیږي، لږ په اسرائیلو او عربي نړۍ کې هم شته، هڅه او هاند کوي چې د استعمارګرو په مرسته په حساسو ښارونو کې مرکزونه ترلاسه کړي.

قادیانیان په افریقا کې او لویدیځو هیوادونو کې ستر فعالیت کوي، یوازې په افریقا کې له پنځو زرو زیات لارښودان او دعوتګر لري تر څو خلک قادیانیت ته راوبولي.

انګلیسي حکومت یې پالنه کوي، لوړو نړیوالو حکومتي څوکیو ته د رسېدا اسانتیاوې ورته برابروي او ډیر پلویان یې په جاسوسي ادارو کې مصروف دي.

قادیانیان خپل دین ته د رابللو له پاره له هر ډول وسایلو کار اخلي، ډیر فرهنګپال او کلتوري افراد لري، په انګلیستان کې د اسلامي تلویزیون په نوم یوه فضایي سپوږمکۍ لري چې قادیانیان یې اداره کوي.

له پورته بحث نه څرګندیږي:

چې قادیانیزم یو لار ورکی دعوت او بلنه ده چې له اسلام سره په هیڅ شي کې اړیکه نه لري، پکار ده چې مسلمانان ځان ترې وساتي ځکه چې د مسلمه امت تمامو علماؤ د دوی د کفر فتوا ورکړې.

د زیاتو معلوماتو له پاره لاندې مأخذونه وګورئ:

ــ قادیانیت: د احسان الهي ظهیر لیکنه.

ــ د قادیانیت تاریخ: د ثناء الله امرتسري لیکنه.

ــ سوداءالقادیانیة: د محمدعلي امرتسري لیکنه.

ــ د قادیانیت فتنه: د عتیق الرحمن عتیق لیکنه (پخوانی قادیاني).

ــ قادیاني مذهب: د الیاس برني لیکنه.

ــ لولاک میاشتنۍ مجله.

ــ د قادیانیت احتساب.

تبصرې (2)

  • وورڼو زما پوښتنه دا ده،چه ولی د پاکستان علما د قدیانیو مقابل کی جهاد نه اعلان کوی؟مشرف قادیانی دی.باجوه قدیانی دی(دپاکستان فوج مشر)د پاکستان مالایان نو باید راکت په اوږه کړی،فضل الر حمن ملا باید د دوی مشری وکړی.

  • که موږ ددې توان درلودای چه د ټول بشریت فکری- عقیدتی مهاجرتونه او د موضِع بدلونونه مو هره شېبه لیدلای نو ډېری په زړه پوری منظرې به وای.
    د اغا رسول اللّه (ص) د بعثت په لومړنیو میاشتو او کلونو کی د مکې مخورو کفارو د ابوطالب او د کورنۍ د نورو درنو غړو پواسطه له نبی علیه السلام څخه محترمانه غوښتنه کول چه د نبوت د دعوت او تبلیغ څخه لاس واخلی خو نبی علیه السلام به د حقانیت او جدّیت له مخی فرمایل چه قسم دی چه څوک په یوه لاس کی لمر او په بل لاس کی سپوږمۍ راکړی زه به د خپلی حقی لیاری او دعوت څخه لاس وانه خلم.
    خبره می داده چه نن سبا د اسلام د ټکولو لپاره ډېری درنې درنې توطئې رامنځته شویدی چه زمانی اوږدوالی او طول ئې د نبی علیه السلام د رحلت له ورځی نه نیولې او تر وړمی ورځی پرون ورځی او نن ورځی او احتمالاً سبا ورځی او بل سبا ورځی پوری اټکل کېدای شی خو دا یو مسّلم حقیقت دی چه د اسلام دښمنان حتی که د لمر او سپوږمۍ د تسخیر قدرت هم ومومی بیا به هم د اسلام روښانه لیاره بنده نکړای شی او هغه ورځ راتلونکۍ ده چه بشر به پسله ډول ډول فکری او عقیدتی لیارو د ازموینی وروسته ستړی او خسته او ناهیلی او په نهایت کی به د اسلام د درختی تر سائې لاندی د رضاء او تسلیمی نفس وباسی او د فلاح لیاره به ومومی.
    څو کاله مخکی د کوم پاکستانی سره د کار په ارتباط مخامخ شوم.یو کتاب ئې په بغل کی نیولی ؤ او داسی ښکارېده چه دینی کتاب ؤ. ما فکر وکړ چه دا کس یو مسلمان دی تر څه ځنډ وروسته می ورته وویل چه فلانی او فلانی پېژنی( د یو څو سرشناس پاکستانیانو او حافظ نوم می ورته یاد کړ) ویل ئې نه، ومی وپوښتل چه د همدې ښار اوسېدونکی ئې؟ ویل ئې هو مګر زه د بل فکر خاوند یم.ما سمدلاسه ورته وویل چه ښه، قادیانئ ئې؟ هلک بد ببر سو، ویل قادیانئ څه معنی زه احمدی یم او مسلمان یم، موږ باید یو بل ته نا مسلمان ونه وایو. ورته می وویل چه آشنایه زه خو دی کافر !نه بولم خو ته می کافر بولی، ویل نه زه دی ولی کافر وبولم؟ ورته می وویل چه یو څوک که د پېغمبر حقانیت ونه منی هغه کافر ندی؟ ویل هو کافر دی، ورته می وویل چه ستاسی د پېغمبر ( غلام احمد) د حقانیت څخه منکر یم نو اوس راته ووایه چه مسلمان یم که کافر؟ جواب ئې نه درلود او نورو ښاخونو ته ئې خېز واهه. وروستۍ خبره می دا ورته وکړه چه:
    زه د کرکټ د ورزش څخه ځکه سخته کرکه لرم چه یوازی د انګرېز په مستعمراتو کی رواج لری نو ته خپله قیاس وکړه چه د هغه مذهب څخه به دومره کرکه لرم چه انګرېز د اسلام پنوم جوړ کړیدی.آخر حرامی دومره عصبی سو چه ویل زه ځم پولیسو ته او عرض کوم، ما ویل مهربانی. په زړه کی می ورته ویل چه ادې دی د ټول انګرېز سره غیم په سیاف.
    دلته په اروپا کی قادیانئ کَشَک مردم د دولتونو په سطحه د هر اړخیز ملاتړ او حمائې تر چتر لاندی دی.
    د پخوانۍ یوګوسلاویا مسلمانان کله چه تر جنګونو وروسته اروپا ته خصوصاً شمالی اروپا ته را مهاجر شوه د نورو صالح مسلمانانو د غفلت له امله یا سلفیان شوه یا ددې قادیانانو ګوتو ته ولوېدل چه البته وروسته د قایانی په شیطانی او پلیدو نیتونو او پوچی عقیدې په ماهیت پوه شوه او ځانونه ئې وژغورل.
    لنډه داچه قادیانئ او وهابئ او بهائی د انګرېز مرموز فرهنګی- مذهبی لښکری دی.