fbpx
Afghan -police- in chikpoint

کندهار: په اوږدمهاله سرتيري برید کې لسګونو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې ده

د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې له پرون سهار راهیسي د سرتيرو بریدګرو له لوري جګړه روانه وه، چې نن ماسپښین یوه بجه پای ته ورسېده.

په دې بې نمونې اوږده، تکتیکي او کم شموله سرتیرو په جګړه کې اووه ویشت عسکر مړه او ډېر نورو ژوبل شول.
د سیمې د اوسېدونکو له قوله پرون په سیمه کې کرۍ ورځ امبولانسونه ګرځيدل او نن هم تر ماسپښین پورې تر لسو ډېر امبولانسونه څو ځلې لاړل راغلل.
طالبان وايي چې دغه اوږده جګړه د دوی دوو تنو ملګرو ـ نمعت الله حنظله د فراه اوسېدونکي او عیسی محمد ضرار د غزني اوسېدونکي ـ پر مخ وړله، چې په ټوله امنیتي حوزه کې يې ټاکنیز بهیر په ټپه درولی وو.
دا په داسې حال کې ده، چې دولتي مسوولینو سرتيري بریدګر اته تنه بلل او تر نن غرمې یې د دریو تنو د له منځه وړلو خبرونه هم خپاره کړل.
طالبان رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې وايي چې په ټوله سیمه کې د سرتيرو د بریدونو له امله ټاکنیز بهیر په ټپه ولاړه وو، خبرپاڼه کاږي: «…لومړی یې په حوزه کې په مېشتو عسکرو بریدترسره کړ چې اکثر یې ځای په ځای قتل کړل وروسته یې یادي ودانۍ ته څیرمه په هغه عسکرو بریدونه ترسره کړل چې په سیمه کې دتلاشۍ په موخه ولاړ وو.
همداراز یې په شاوخوا دولتي تأسیساتو ، اجیروچارواکو او د هغوی په موټرو اوټاکنیزمراکز ترخپلو کاري بریدونو لاندي ونیول چې له امله یې په سیمه کې ټاکنيزمرکزونه په بشپړه توګه بند کړل شول اومورال بایللي عسکرټول ددیوالونوترشاپټ ناست ؤ اومجاهدینوپه لوړمورال په خپلو هدفونو پیرونه کول .»
د عیني شاهدانو له قوله په یاده جګړه کې ګڼ شمېر دولتي تاسیسات تخریب شول چې درانه مالي زیانونه يې واړول.
دا په داسې حال کې دی، چې دولتي مسوولینو د ټاکنو د خونديتوب خبرونه خپرول او پرلپسې يې له رسنیو داسې تبلیغوله چې ګواکې په ټولو ولایاتو کې کومه امنیتي پېښه نشته.
د چارو د شنونکو له نظره ورته امنیتي پېښې ټاکنیزه پروسه تر سوال لاندې راولي او د داسې کم ګډونه ټاکنو په پایلو کې ټاکل کېدونکی څوک به د اکثرو رایو پر بنسټ ځکه نه وي، چې په ټاکنو کې ډېرو خلکو ګډون نه دی کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د