fbpx
quran kareem1

مکي او مدني سورتونه / آیاتونه

ترجمه او لنډیز: عبدالبصیر حامد

تاسې به هم لیدلي وي؛ د قران کریم د سورتو په سر کې یا “مکي” لیکلی وي او یا “مدني”!

دغه پېژندنه څه ده!؟

د مفسرینو په اصطلاح: د “مکي سورت” مطلب دا وي؛ چې دغه سورت او آیاتونه د مدینې منورې له هجرته مخکې نازل شوي دي.

او د “مدني سورت” مطلب دا دی؛ چې دغه آیاتونه له هجرته وروسته رانازل شوي دي.

ځیني خلک یې مطلب داسې اخلي: د “مکي سورت” مانا دا چې دا سورت او آیاتونه د مکې په ښار کې نازل شوي.

او “مدني سورت” مطلب دا چې؛ دا سورت د مدینې په ښار کې نازل شوي.

خو د دغو خلکو دا مطلب ترې اخیستل ناسم دی.

ولې ناسم دی!؟

ځکه چې ځیني داسې آیاتونه شته دي چې په مکه کې نازل شوي نه دي خو بیا هم ورته “مکي” وایي؛ دا ځکه چې له هجرته د مخه نازل شوي. همدارنګه ځیني آیاتونه په مدینه کې نه دي نازل شوي خو بیا هم ورته “مدني” وایي. د بېلګې په توګه دلته د سورة النسآء یو آیات رآخلو: “إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَن تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَىٰ أَهْلِهَا وَإِذَا حَكَمْتُم بَيْنَ النَّاسِ أَن تَحْكُمُوا بِالْعَدْلِ ۚ إِنَّ اللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِ ۗ إِنَّ اللَّهَ كَانَ سَمِيعًا بَصِيرًا (58)”

دغه آیات “مدني” ده، حال دا چې دا په مکه کې نازل شوی و. نو مالومه شوه چې د عامو مفسرینو خبره کرۀ ده.
اوس ځیني سورتونه داسې وي؛ چې ټول سورت یا “مکي” وي او یا “مدني”.

د بېلګې په توګه: سورة المدثر ټول “مکي” ده او سورة آل عمران ټول “مدني” ده.

خو داسې هم شته چې ټول سورت “مکي” وي، یو یا زیات آیاتونه یې مدني وي؛ لکه: سورة اعراف “مکي” دی، خو ۱۶۷ نمبر آیات یې مدني دی.

همدارنګه سورة الحج ټول “مدني” دی، خو څلور آیاتونه (۵۲، ۵۳، ۵۴، ۵۵ نمبر آیاتونه) په کې “مکي” دي.

له دې نه دا جؤته کیږي چې د کوم سورت “مکي” او “مدني” کېدل عاموالي ته اعتبار دی. او داسې شوي هم دي د کوم سورت چې اولني آیاتونه له هجرته مخکې په مکه کې نازل شوي، هغه “مکي” نومول شوي. که څه هم ځیني آیاتونه یې له هجرته وروسته ولې نه وي نازل شوي.

معارف القرآن: ۱ /۲۶، ۲۷

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د