fbpx

د قلم ډولونه

عبدالبصیر حامد

علماوو د قلم درې ډولونه بیان کړي:

یو تر ټولو ړومبی قلم چې الله جل جلاله په خپل لاس سره پیدا کړی او د کائناتو د تقدیر د لیکلو امر یې ورته کړی دی.

بل د ملایکو قلم

چې ټولې کېدونکې پېښې او تقدیرونه او همدا راز یې د انسانانو اعمال هم پرې لیکي.

بل د عامو مسلمانانو قلم

چې خپلې خبرې او مخسدونه پرې لیکي.

د تفسیر امام مجاهد رحمه الله له ابو عمرو نه رانقلوي، وایي: چې الله جل جلاله په ټوله نړۍ کې څلور شیان په خپل قدرت سره جوړ کړي. له دې نه پرته نور ټول مخلوق ته یې د “کن” (شــه) کلمه کارولې او جوړ شوي.
دغه څلور شیان دا دي:

① قلم

② عرش

③ د عدن جنت

④ آدم علیه السلام

ماخذ: معارف القران ۷۸۵/۸

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د