fbpx

بې ګټې پوښتنې

عبد البصیر حامد

د وحي په زمانه کې به چې کله کوم کار صحابه وو ته ورپېښ شو او د حل لاره به یې نه وه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته به یې وړاندې که. نو هغه کار به د وحي له لارې حل کړای شو.

خو د بې ګټې او فالتو پوښتنو د وحي په زمانه کې هم او وروسته له وحي هم منع کړل شوې وه.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د مسلمان ښه والی دا دی؛ چې فالتو او بې ګټې خبرې پرېږدي.

(من حسن اسلام المرء ترکه ما لا یعنیه) #حدیث

له دې حدیث نه دا خبره ښه څرګندیږي، مسلمان ته ښایي چې؛ له بې ګټو خبرو نه ځان وساتي. زموږ ډېری مسلمانان وروڼه ځیني داسې پوښتنه کوي، چې په هغه کې نه دنیوي غرض وي او نه اخروي.

د بېلګې په توګه: د موسیٰ علیه السلام د مور نوم څه و؟، د نوح علیه السلام کشتۍ اوږدوالی څومره و؟، د ابراهیم علیه السلام لپاره چې کوم لرګی تیار شوي و د هغه نوم څه و؟ او دې ته ورته نورې پوښتنې…

د دغو پوښتنو د ویونکي یواځنی مخسد دا وي چې مقابل لوري ته په کومه طریقه ماتي ورکړي او رسوا یې کړي.

یو په بل پورې خندا او شرمندګۍ یې هدف وي.

او له دغو ټولو ناوړو کړنو څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلې ده.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابراهيم خان ممتاز
میلمه
ابراهيم خان ممتاز

بدون له شکه سعي خبره دي مونږ هميشه اساسي کارونه پريږدو او دفرعي کارونو لاره موو نيولي

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

بېځایه او خوشی نده چه خیرالبشر ( ص) د ټول بشری تاریخ د اخلاقو ستر معلم نومول شویدی.د پورتنۍ نېکی لیکنی د وروستیو دوو کرښو په هکله غواړم عرض وکړم چه هر عمل په نیت پوری اړه لری.که یو څوک د کوم بل چا څخه حتی د یوې وړوکی او بې ارزښته څیز په هکله پوښتنه هم وکړی کوم ممانعت نشته خو پدې شرط چه د پوښتنی نیت پر شرّ بنا نه وی یعنی نیت ئې خیر وی.