fbpx
تصویر؛ ارشیف

مړي ته غسل، کفن، وړل یې او جنازه پرې ادا کول

عبدالبصیر حامد

زموږ په ټولنه کې چې کله کوم مسلمان ورور مو د اجل داعي ته لبیک ووایي، بیا زیاتره وروڼه مو هغه ته د غسل ورکول او کفن ورکولو ته زړۀ نه ښه کوي.
دلته د هغو کسانو د فضلیت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم یو حدیث مبارک رانقلوم، کوم کسان چې مړي ته غسل، کفن او جنازه وړي او یا د جنازه لمونځ پرې کوي.

#حدیث

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې مړي ته غسل ورکړي، بیا کفن ورکړي، بیا یې جنازه یوسي او ورپسې د جنازه لمونځ هم پرې ادا کړي او (که) د دې (مړي) په کوم عیب یې چې سترګې ولګیږي، په هغه پرده واچوي. دا کس له ګناهونو څخه داسې پاک شي؛ لکه اوس چې نوی ماشوم مور زېږولی وي. رواه ابن ماجه

یعني هغه څوک چې اوس تازه پیدا شي، هغه له ګناهو پاک ستوره وي د ذرې غوندې ګناه هم ترې نه وي شوې.
د دغه کس مثال هم د دغه ماشوم په څېر ده. ټول ګناهونه الله جل جلاله ورته معاف کړي.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجيب الرحمان
میلمه
مجيب الرحمان

ډېره مننه خو بايد چې د دغې واجبې کړنې ټول رسمي يا ديني تګلار دې دلته ټکى په ټکى ليکلاى هم واى چې هرچا لرې او نژدې سيمو کې ترې ګټه پورته کړې واى. ښکلې سکالو ده

اسحق
میلمه
اسحق

حامد صاحب ! ستاسی په لیکنه کی شعوری یا غیر شعوری لویه نیمګړتیا او خطا ویستنه ده . تاسی لیکلی چه زمونږ ټولنه کی څوک مړه شی خلک ورته غسل نه ورکوی ، دا به ډیره په ندرت او یا اصلا شتون نه لری چه کوم مړی ته دی چا غسل نه وی ورکړی مګر هغه چه ورک شوی وی یا اوبو راوړی وی هغه خو غسل ته اړه نه لری خپل اوبو راوړی او که همداسی چیری مړ او له خلکو ورک وی او یا چا وژلی او څو ورځی ورباندی تیری شوی یعنی د بوی حالت ته رسیدلی… نور لوستل »

مظلوم زابلوال
میلمه
مظلوم زابلوال

دا یوه ورور چې نیوکه کړې چې خلک مړي بې غسله پټوي
وروره هغه داسي نه دي ویلي هغه داسي لیکلي دي چې خلک زړه ورته نه ښه کوي داسي نه چې بې غسله یې پرېږدي
دا رښتیا ده ځکه اکثره خلک دغسل ورکولو څخه ځان خلاصوي

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

بد ګمانی په هر فرهنګ کی یو مذموم عمل ګڼل کیږی.
حامد صاحب ډېر سم لیکلی دی خو اسحق صاحب بیا بدګمانی ښودلې ده.
د ښادی سې ته اسحق صاحب.