fbpx

د علماوو فضیلت

عبدالبصیر حامد

ابوالدرداء رضی الله عنه وایي چې؛

ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه اورېدلي فرمایل یې:

څوک چې د علم د زده کړې پر لار ولاړ شي، الله جل جلاله هغه ته د جنت لاره اسانه کړي. او ملایکې د دې علم تر لاسه کولو له کبله د خوشالۍ دۀ ته په خپلو وزرو سیوری کوي.

او د عالم لپاره د ځمکې او اسمان ټول مخلوق تر دې چې ماهیان هم د مغفرت او بښنې دعاګانې کوي.

او د عالم فضیلت پر عابد داسې دی لکه د سپوږمۍ فضیلت په ټولو ستورو.

علماء خو د انبیاوو وارثین دي. د نبیانو میراث نه درهم و او نه دینار.

بلکې د دوی میراث خو علم و، چا چې دا علم تر لاسه کړ، ګواکې یوه ښه خصلت یې تر لاسه کړه.

حدیث – رواه ابوادو و الترمذي

که د علم پرته روپۍ، یا مال او یا بل کوم شی ښه کېدلی شوای، نو نبیانو به خامخا د هغه شي تر لاسه کولو ترغیب راکاو. نو مالومه خبر ده چې د علم په څېر بل کوم شی د فضیلت وړ د انبیاوو په میراث کې نه وو.

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Pakhttien
میلمه
Pakhttien

محترمو علما صاحبانو ته سلامونه او احترامات،زه یو څو پوښتنی له محترمو علما څخه لرم،هیله مند چه زما پوښتنی ته ځوابونه ولیکی،اوله پوښتنه،زه کلونه کلونه په غربی اروپا کی اوسیږم.زما اوسیدنه په غربی اروپا کی چه دا یو عیسوی مملکت دی د اسلام له نظره څرنګه ده؟ دوهمه پوښتنه دلته روځی ډیری لوی دی.چه په اوړی کی د ماسخوتن لومنځ تقریبا د شپی په یوولس دولس بجو روا کیږی او د ماښام لمونځ په لسو بجو د شپی راوا کیږی،او زه باید هرسهار وختی په پنځه بجی کار شروع کړم.پوښتنه دا ده.چه ایا زه د ماسخوتن لمونځ د سهار لمانځه… نور لوستل »

الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

لمړی : زمکه د هغه چا میراث دی چه د الله ج د اصولو لاندی پکی ژوند تیروی ، دا زما خبره نه د قران وینا ده ، الله ج فرمایی که تاسی زما له اصولو سرغړونه کوی د هستوګنی د پاره بله زمکه یا ځآی پیدا کړی زما له زمکی ووځۍ دا چه مونږ او تاسی ورته عیسوی ، یهودی ، کمونستی او یا کاپیتالیستی وایو دا هیوادونه هغوی غصب کړی د هغوی میراث نه دی مسلمانان چه هر جیری ورته د ژوند شرایط اماده وی ، اسلامی ژوند پکی تیرولی شی هماغه ستاسی هیواد دی .او مسلمانان باید… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

پدې کی شک نشته چه علماء دین وارثین د انبیاوو دی. دا میراث یو معنوی او روحانی میراث دی. ددې میراث د فضیلت او شرافت د تحفظ او حرمت اقتضی داده چه یو عالمِ دین باید د علم په څنګ کی د انبیاء علیهم السلام یوه لسنه برخه تقوا هم ولری څو دا ارزښتمن میراث خپلو اصلی وارثینو یعنی امت ته په ډېر صداقت او اخلاص ور وسپاری. بلی، عالم وارث د نبیانو دی خو ددې میراث د قدر او منزلت څخه به هغه عالم مستفیض او مستفید شی چه یوازی ئې انبیاء په رسمیت پېژندلی وی نه دا او… نور لوستل »