نړۍ

ايرانی جنرال د عراقي ځواکونو مشرتوب کوي

نن ټکی آسیا: له کومي ورځي چې په عراق کې د عراق او شام اسلامي دولت ځواکونو په الموصل، تکریت او نورو غټو ښارونو قبضه ټېنګه کړې، ورسره د غربي او عربي رسنیو دلچسپي هم زیاته شوې.

د برتانیې ورځپاڼي سنډې ټایمز لیکلي: له هغه وروسته چې د عراقي فوځ اکثریت د ماتي سره مخامخ شو، او ګډوډي په ګډه شول، ایران خپل د فوځ القدس په نامه ځواک مشر لواء قاسم سلیماني عراق ته ولیږلو، تر څو هلته د بغداد څخه د دفاع جګړه پر مخ بوزي، او یو ځل بیا منتشر شوی عراقي فوځ را ټول کړي.

او زیاته کړې چې نوموړی تیره اونۍ د خپلو ۶۷ تنو مشاورینو سره بغداد ته ورسېد، او رسما یې دعراقي ځواکونو چاري په لاس کې واخیستلې، تر څو د اسلامي دولت د ځواکونو مخه ونیسي، او د هغوی سره د مقابلې لپاره د پاته فوځ او شیعه ملیشو څخه کار واخلي.

بل اړخ ته د انډیپنډټ آن سنډای یوه لیکوال باتریک کوکبیرن وویل چې عراقي فوځ د یو تاریخي ماتي سره مخ شو.

او زیاته یې کړه کوم فوځ چې یو ملیون مسلح عسکر او ۱۴ غټي غټي فرقي لرې، ونه توانېدل چې د ۳ زرو څخه بیا تر ۵ زرو وسلوالو مقابله وکړاي شي.

او زیاته یې کړه چې د عراقي فوځ اصلا جګړیز مورال هغه وخت بایللی وو، کله چې ددوی په منځ کې فساد زیات شوی وو، او بل اړخ ته ورته سم تدریب هم نه وو ورکړل شوی، او په خاصه توګه دغه فوځ چې په سني میشتو سیمو کې کومه رویه کول، هغه ددې لامل شول، چې ولس ځیني متنفره شي.

نوموړي وویل چې عراقي فوځ په خپل هیواد کې داسي تصرف کړی، لکه دوی چې یو اشغالګر فوځ وي، د کوم له وجي چې د موصل اوسیدونکي د هغوی څخه کرکه درلودل، د هغوی څخه ویرېدل، او خپل سني مذهب ځواک چې د اسلامي دولت له وسلوالو جوړ وو، هغه یې بهتره باله.

لیکوال زیاتوي چې په سیمه کې تر امریکا ایران ډېر واکمن او صاحب نفوذ دی، او ایران ته سوریا دومره اهمیت نه لري، لکه عراق، ځکه نو ایراني ځواکونه دې ته اماده شول چې د بغداد د دفاع لپاره میدان ته را ودانګي، او فکر کوي چې د سني مذهبه سخت دریځي وسلوالي ډلي مخه باید امریکا هم ورسره ونیسي، تر څو په عراق او سوریا کې خپل دولت جوړ نه کړي.

بل اړخ ته د امریکا ورځپاڼي (کریستیان ساینس مونیټور) وویل چې ایران او امریکا مشترک مصلحت لري، تر څو د اسلامي دولت سني مذهبه ډلي مخه ونیسي.

باید وویل شي چې د امریکا وزیر دفاع چاک هیګل له مخکې لا خپل د جنګي الوتکو بیړۍ ته امر کړی چې خلیج ته ځان ورسوي، او د تیار سئ په حالت کې واوسیږي، تر څو که امریکا عراق ته د بیا داخلېدو فیصله وکړل، نو دوی ورته اماده وي.

عبد الله – کراچي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x