هر سړی او خپل قسمت

ژباړه: غنچه ګل ارمان

روزونکي په يوې روزنيزې ناستې کې ګډونوالو ته يوه، يوه پوکڼۍ ورکړه. بيا يې ترې وغوښتل چې هر څوک دې خپله پوکڼۍ وپړسوي او خوله دې يې وتړي. ټولو ګډنوالو همدا کار وکړ.

بيا روزونکي په يوه ځانګړي او تنګ ځای کې ګډونوال راغونډ کړل او ويې ويل چې هغه چا ته به جائزه ورکوم چې خپله پوکڼۍ يې تر پايه روغه وساتله. بيا يې يو، دوه، درې، څلور پيل کړل او ويې ويل چې يوه دقيقه وروسته به سيالي پای ته رسيږي او يوه دقيقه وروسته به هغه کس جائزه اخلي چې خپله پوکڼۍ يې روغه ساتلې وي.

سيالي پيل شوه او هر يوه په بل حمله کوله چې د هغه پوکڼۍ وچوي او خپله وساتي چې جائزه ده ته پاتې شي. په دې کې وخت ختم شو. يوازې يوه کس خپله پوکڼۍ روغه ساتلې وه.

روزونکی هک پک شو او ويې ويل: ما خو تاسې ته نه وو ويلي چې تاسې د نورو پوکڼۍ وچوئ، ما در ته ويلي وو چې هر چا خپله پوکڼۍ روغه وساتله هغه ته جائزه ورکوم او له ما سره د پوکڼيو د شمېر په اندازه جائزې وې. که هر يوه يوازې خپله پوکڼۍ ساتلې وی او د نورو د پوکڼيو د چولو هڅه يې نه وی کړې، اوس به ټولو ته جائزې رسېدلې وې، مګر دغه منفي فکر ټول له جائزو بې برخې کړئ.

درس:

ځينې خلک د نورو په ناکامۍ کې خپله کاميابي ګوري. ځينې ښوونکي زده کوونکو ته سم درس نه وايي او فکر کوي چې که دا کار وکړي، سبا به له ده مخکې شي. ځينې کارکوونکي په کارځايونو کې له نورو نه خپل مهارتونه پټوي او وايي چې که هغوی يې زده کړي، ده ته به بيا کار پيدا نه شي. ځينې په سياست کې د مخکښ پښې وهي او کله، کله خو يې ان په وينې هم صرفه نه کوي او فکر کوي چې که هغه همداسې مخکې لاړ شي، نو دی به مشرۍ ته و نه رسيږي يا به پرې پاتې نه شي. ځينې کسان پسې شا د نورو پښې وهي، پسې شا يې حيثيت کموي او فکر کوي چې د هغه حيثيت د ده حيثيت ته ګواښ دی. ځينې خو ان تر دې بريده مخکې ځي چې که دی په خپله لوړه تنخا اخلي، په بل چا يې د لوړې تنخا اخيستل نه پېرزو کيږي.

دا او ورته نور کارونه د شومتيا او سپيره توب ذهنيت دی چې سړی بايد خامخا ځان ترې وساتي. دا د خدای دُنيا له روزۍ ډکه ده او له حيثيته ډکه ده. د يوه د روزۍ په ډېرېدو د بل روزي نه کميږي او د يوه د حيثيت په لوړېدو د بل حيثيت نه ټيټيږي. دلته هر څوک خپل قسمت خوري. که هر څوک د بل د بې برخې کولو پر ځای يوازې د خپل قسمت د ښه کولو په لټه کې شي، ان شاءالله چې له هر ډول پرېشانۍ پرته به ور ته ورسيږي، او داسې به ور ته ورسيږي چې ذهن به يې هم آرام وي. د دې پر ځای چې ذهن د بل د پښو وهلو په اړه پيچلي فکر کې بوخت کړي، ذهن به يې د خپلو وړتياوو د جوړونې او د خپلو اړتياوو د پوره کَوَنې اسان فکر ته اوزګار وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د