fbpx

بايد د پرلتوالو او پرلت غوټه وسپړو

خالد رعد

څه موده کيږي چې په هيواد کې د پرلت په نوم ناستې/لاريونونه پيل شوي، پرلت وهونکي وايي د سولې په ارمان دي او تر څو چې يې دا ارمان نه وي سر شوی، تر هغو به يې په خيمه کې پلترۍ/پرلتۍ وهلې وي.

په دې موده کې چې موږ مشاهده کړل، ومو ليدل چې دوی له شکمنې دروازې راوتلي او د ترکستان په لور روان دي. شکمنه دروازه يې ځکه بولو چې دغه پرلتونو د امريکا د جګړه ييز وضعيت په يو حساس وخت کې راپيل شول او په هر ولايت کې د کابل ادارې د مشر اشرف غني او يا د ملي امنيت د سلاکار پخواني خادي حنيف اتمر له سفر وروسته يې په کار لاس پورې شوی.

د خوست تازه پرلت هم د اشرف غني له سفر وروسته پيل شو. دلته اشرف غني د خپل سفر په مهال له خوستي پرتليانو (زاهد شاه انګار خيلو) سره د اپريل په ۱۰مه د بندو دروازو تر شا لوی بحث درلود.

تېره ورځ چا د هلمند د پرلتيانو انځور راوليږه، چې په يوه پراخه خيمه کې ناست دي، دا پوځي خاکي رنګه امريکايي خيمه ده، چې دوی ته د خپل مشر (اقبال خيبر) لخوا له کابله تازه رارسول شوې ده.

دوی له پرلت وهلو سره سم مستقيما طالبان مخاطب کوي چې له کابل ادارې سره د سولې مذاکرې ته د «هو» سر وښوروي او د دوی په اصطلاح (جګړه) بس کړي، د هلمندي پرلتيانو شعار هم له (له لشکرګاه تر موسی کلا) دی، نه (له لشکرګاه تر شوراب او موسی کلا)، چې په رښتيا هم د منګړيتوب ښکارندوی وي.

دغه پرلتونه طالبانو ته د اشرف غني د سولې له وړانديز او د طالبانو له لوري د دې وړانديز د بابيزه ګڼلو او مستقيما له امريکايانو سره په سياسي حل باندې له ټينګار څخه راپيل شول.

دا ټول د دې دلايل دي چې ياد پرلتونه بې پرې او د دې جنګ ځپلي ولس د خيرخواهۍ لپاره نه دي، بلکې ضرور په يو چا پورې تړاو لري او تر شا يې ځينې سياسي او شوم اهداف شتون لري، چې هغه زمونږ په هيواد کې د راونې غميزې اړوند د امريکايانو برأت، له اشغال څخه د خلکو ذهنونه په بله اړول، ملي او ديني ارزښتونو ته د کابل ادارې په نه ژمنتيا او په غلامۍ باندې يې پرده غوړول او ډير نور واقعيتونه د خلکو له سترګو پټول دي.

پرلتونو ته د لويديځ ځيره خواره خبريالان هم ډيره هوا ورکوي، د پرلت خيمې ته ميږوي نه وي ټک وهل شوي او مراندې يې لا نه وي تړل شوې چې دوی پرې خبرونه خپاره کړي، پرلت کونکي وغږوي او ګردي ميزونه پرې جوړ کړي، چې دا هم د پرلتيانو تر يو چا پورې تړاو باندې يو ښکاره دليل ځکه کيدای شي، چې رسنيو د اشغال په ۱۷ کلنۍ دوره کې د ولس غږ ته په دغسې زياته کچه پوښښ نه دی ورکړی.

دغه د ازادو رسنيو!؟ خبريالان که رښتيا هم د افغان مظلوم ولس په غم دردمن وای، نور خو پرېږده، څو هفتې وړاندې يې په غزني کې ولسي پرلت ته ولې په دومره اندازه توجه نه کوله؟

هغه پرلت چې د يو بې دفاع او بې وزله دهقان او د هغه د ماشومانو د حق غوښتنې او قاتلينو ته د سزا ورکولو په پار وهل شوی و، نه يې بي بي سي، نه اشنا، نه ازادۍ او نه يې هم کورنۍ ميډيا اقلا يو خبر خپور کړ، که چا يې په اړه خبر ورکړی، هغه هم په داسې شکل و چې يوازې د غاړې ايستل و، سره له دې چې هغوی څو هفتې ناست و او بيا يې پرلت کونکي د دولتي ځواکونو لخوا په ډزو ټپيان هم شول.

لکه د پيټريوس په ابتکار رامنځته شويو اربکيانو ته چې همدې رسنيو د ولسي پاڅون نوم ورکاوه او د لا پراخيدو په موخه يې په لويه کچه ورته تبليغات کول، کټ مټ همداسې نننيو پرلتيانو ته هوا ورکوي، خو لرې نه ده چې دا پرلتيان به هم د اربکيانو په څير ولس ته يو بل سرخوږی شي.

موږ په دې ۱۷ کلنه غميزه کې د رسنيو دغسې د مور او ميرې چلند په ځلونو ليدلی؛ ځکه خو يې اوسنيو پرلتوالو ته هوا ورکول هم بې پرې او خدای پاري هيڅکله نشي کيدای.

لنډه دا چې د پرلتوالو په اوړو کې دا ويښته دی چې دا د امريکايانو د غرور ساتلو يوه هڅه ده. امريکا چې له افغان ولس سره له مقابلې نوره ستړې شوې او د بې ضميره غلامانو له لاسه يې سياسي، اقتصادي او پوځي حيثيت په ځوړ دی، د کفري غرور له مخې نشي کولی د تش لاسي مؤمن ملت په وړاندې خپله ماتې په ډاګه ومني؛ نو ځکه یې د يو مستقل پلان په اساس خپل ساده (شعوري يا غير شعوري) انډيوالان د پرلت په نامه پاڅونونو ته وهڅول، تر څو هم خپل غرور او تکبر په خپل ځای وساتي او هم مبارزين له داسې بې وجدانه چارواکو سره په کورني جنجال اخته کړي، چې له يارانې يې دوی هم تر پوزې رسيدلي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د