افغانستان

ډاکتر عبدالله: د امرخېل دنده دې وځنډول شي

نن ټکی اسيا: د ولسمشرۍ نوماند او د شمال ټلوالې غړی ډاکتر عبدالله وايي، چې د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشاء د ريس دنده دې وځنډول شي.
ډاکتر عبدالله پرون يکشنبه ناوخته کابل کې يو خبري کنفرانس ته دا خبرې هغه مهال وکړې، چې وړمه ورځ د ټاکنو د خپلواک کميسون د دارالانشاء د ريس ضياءالحق امرخېل او د کابل امنيه قومندان جنرال ظاهر تر منځ شخړ رامنځته شوه. د ټاکنو پر ورځ ښاغلي امرخيل ويل، چې له يو شمېر محلونو ورته د رايو د پاڼو د نشتوال خبر ورغلی و او ده غوښتل، چې نوموړو محلونو ته د رايو ورکولو سپينې پاڼې ورسوي، مګر د کابل امنيه قومندان پرې نښود، چې نوموړو محلونو ته پاڼې ورسوي.

بل پلو د کابل امنيه قومندان جنرال ظاهر پر ښاغلي امرخېل تور ولګاو، چې د يو ځانګړي کانديد په ګټه يې درغلي کوله، چې د پوليسو له خوا ونيول شو.

خو ښاغلی امرخېل د جنرال ظاهر دغه تورونه ردوي او وايي، چې که د ده په اړه کوم ثبوت لري، نو د ټاکنو خپلواک کميسون ته دې وسپاري.

امرخېل پر جنرال ظاهر تور لګوي، چې زرګونه خلک يې د رايې ورکولو د حق څخه محروم کړل.

د کورنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې، اعلاميه کې راغلي، چې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي او هيڅوک حق نه لري، چې له پلټنو مخکې پر چا د درغلۍ تور ولګوي.

د ولسمشرۍ نوماند ډاکتر عبدالله پرون يکشنبه ناوخته کابل کې يوې خبري غونډې د خبرو پرمهال و ويل، چې د دارالانشاءريس ضياءالحق امرخيل دنده دې وځنډول شي، ځکه چې د مشخص نوماند په پلوي يې د درغلۍ هڅه کړې.

د ټاکنو د خپلواک کميسون له قوله د ولسمشريزو ټاکنو دوهم پړاو کې اوو مليونو وګړو خپلې رايې وکارولې.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسون وايي، چې ۲۷۵ شکايتونو يې تر لاسه کړي دي.

ويل کيږي، چې د ولسمشريزو ټاکنو پايلې به د راتلونکې جولايي مياشت پر ۲۲ نيټه اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x