مجاهد: امریکايي جنرالان خپل ولس ته د افغانستان په اړه غلط معلومات ورکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴وری، ۱۳۹۷ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نن یو ځل بیا د امریکا دفاع وزیر، لوی درستیز او د بهرنیو چارو نوماند وزیر د امریکا سنا مجلس ته غلط معلومات ورکړل.

نوموړي وویل چې دوی په دغه کار سره د امریکا ولس تیر باسي او پر هغو واقیعتونو پرده اچوي چې له مخې يې دوی په افغانستان کې د هیڅ پرمختګ چانس نه لري.

نوموړي وویل چې دغو جنرالانو او چارواکو یو ځل بیا هغه معلومات وړاندي کړل چې د افغانستان دولتي ادارې د خپلې بقا او شخصي ګټو لپاره دوی ته ورکړي او غواړي چې امریکایان د ډېر وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

مجاهد ټینګار وکړ چې دا جګړه به افغانان ګټي، ځکه چې «افغانان د بهرنیو او اشغالګرو قوتونو سره د حساسیت او له اسلامي نظام سره د بې کچې مینې له امله دې خبرې ته متعهد دي چې د اشغال په ضد يې د مبارزې توندول د ستونزو یواځنی حل دی».

د نوموړي په وینا راتلونکی کال به امریکایانو او د کابل دولتي ځواکونو لپاره ډیر بد کال وي، ځکه چې په وینا یې دوی به ډیر ووژل شي.

باید وویل شي چې د امریکا دفاع وزیر جیمس ماټیس، لوی درستیز ډانفورډ او بهرنیو چارو وزارت ته نوماند مایک مپیو د امریکا د سنا مجلس ته په یوه ناسته کې وویل چې د طالبانو د ماتولو لپاره یې بشپړ پلان ترتیب کړی دی.

لوی درستیز وویل چې په ورستیو پنځو کلونو کې به دا لومړنی کال وي چې امریکايي او ناټويي ځواکونه به د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره منظم پلان ولري چې له مخې به یې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه را ټیټه او همغږي به تر پخوا پياوړې او د استخباراتي ملاتړ تر څنګ به د هغوی هوايي ځواک پياوړی کړي.

ډنفورډ وویل چې مونږ به له تیرو درس واخلو او د بریا پر لور به قدم واخلو.

د افغانستان دفاع وزیر جیمس ماټیس هم ورته خبري وکړې او په افغانستان کې يې د ټرمپ د نوي ستراتیژي څخه دفاع وکړه او وې ویل چې ددغې ستراتیژۍ په اړه شکونه په باور او ډاډ بدل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوماند وزیر مایک مپیو وویل چې اوس امریکا په داسي دریځ کې نه ده چې له افغانستان څخه ووځي.

نوموړي هم د ټرمپ ستراتیژي وستایله او وې ویل چې تر هغو به په افغانستان کې پاتې یو تر څو چې د امریکا پر وړاندي له دغه هیواده «ترهګریز» ګواښونه کم شوي نه وي.

avatar
8 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Zadran
میلمه
Zadran

مجاهد صاحب،ته ورشه سنا مجلس ته صحی معلومات ورکړه،###########

صافي
میلمه
صافي

ذدران صاحب هغه خو په جهاد مصروف دي ته خو په أمريكا كي يي دغه وركي خير كار ته هم كولاي شي،############

khan
میلمه
khan

Mujahid saeb kho ba maloomat warkdi kho laanat pa hagha Cha chi ihsas ye terwosa pori weeda da ihsas mo wamra pa di peskhand chi taso ye wos hum mujahidino pori kawai

Zadran
میلمه
Zadran

صافی صاحب.کوم جهاد؟دا ورور وژنه،ځان وژنه ده.دا خپل منځنی جګړی دی،چه ټوله دنیا د خندا درته تکه شنه ده،زه په امریکا کی نه یم،زه د ځدرانو په جګو غرونوکی شپونکی یم،او په دا ښکلی ځنګلونو کی د زمری په څیر ګرځم.که چیرته پدی خوا راغلی.نو جګ غره سر ته ګوره.کوم ځای چه ،تور ،سور،شین بیرغ رپانده ووینی نو هلته به زه وم.نه د امریکا .منم.نه دپنجاب منم،نه د نوی ملګری روس منم.او نه د ځان مرګی منم،

pattang
میلمه
pattang

څوک چې در واغ وایې لعنتي وي د امریکایانو له راتګ سره د ځدراڼو شپانه هم باسواده شول؟؟؟؟ او سیاسي مضامین لیکي ؟ خو دالر ډیر بد شی دي له ګیدړې څخه مصنوعي زمری جوړوي !ځدران صیب څیره دې ورو ورو مالومیږي چې په واک نه یې ، ما ان تر اوله پيژاندي چې د امریکایانو شپون او لکه دخلقیانو پرچمیانو او افغان ملیانو په څير خبرې کوې !! څوک چې په خپل هیواد کې د اشغالګرو او یرغلګرو ملا تړ کوي د هغه مرګ روا دی او له هغه نه بل دله دوؤس نشته ، نه مسلمان دی نه… نور لوستل »

pattang
میلمه
pattang

هلکه ځدراڼه ته خو شرم او حیا نلرې ! کوم شی چې ته یې لیکې هغه ستا منافقت درواغ او نا پوهي مالوموي !
کوم بیرغ چې رخت او تکه یې د CIA په دالرو اخیستل شوې ده! نامرده تر چپړا سي نه نیولې ان تر متفکره پورې ټولې پیسې CIA درکوي نو بیا سور، شین او تور بیرغ دې څه په درد خوري ! ته اول خپله ازادي واخله بیا د بیرغ خبرې کوه !
سیاست د کوچنیانو بازي نده !!

پاینده محمد
میلمه
پاینده محمد

ځینی د د دفاع وزرارت د ویاندانو په شان د امریکایانو په ناولتیاوو لګیا، دجال ته سجدی کوی د اشغلګرو په غوجل کی متیازی او اخور کی یی ارداوه خوری . د دجال او دالرو عبادت کوی، د همدی ډالرو د پاره یی امریکایانو ته قضایی مصونیت ورکړی. چه امریکایان تری د چارواکو د کورونو د ساتنی د پاره کار اخلی د چارواکو په دفترو ، لیارو او کورونو امریکایان څارنه او ځانګړی عملیات ترسره کوی ، خو که کوم یو تصادفی کورونو ته دخآنګړی عملیاتو وخت کی ننوځی او په سر یی ودریږی د قضایی مصونیت له امله د… نور لوستل »

Zadran
میلمه
Zadran

پتنګ صاحب.خبره په واک کوه،ما مخکی هم واضح لیکلی وه چه،په کوم ګوند پوری نه یم تړلی زه یو ولسی سړی بلکه یو شپون یم،او ډیر وطن دوسته یم.زه یو وار پنجاب ته لاړم،د پنجابیانو ،کنځل وهل،بندیخانه می وخوړه،ایله بیله په رشوت خلاص شوم.وطن ته راغلم د واطن لږ قدر راباندی وشو.دوهم ځل عربو ته لاړم،د هغوی کنځل ،رد بد وییل می ولیدل بیرته خپل وطن ته راستون شوم،دریم ځل ایران ،ترکیه،ته لاړم،چه دهغوی کبر،نا انصافی ،جهل.بی نمازی قیمار.په انسانانو باندی تجارت می ولید،نو بیرته وطن کلی ته راستون شوم،نو می پریکړه وکړه چه ،وږی تږی په خپل وطن ښه… نور لوستل »