fbpx

هیر یاد… سپین کوچی

شاعر : سپين کوچی

له ډیرو هیر یمه، او ډیر مې بیخي نه یادوي
خو شکر شته یاران چې اوس مې هم له زړه یادوي

دې کې یو راز دی، خو په راز یې لا څوک نه پوهیږي
د جنګ خبره چې شي،هر څوک پښتانه یادوي

دلته لا لمانځي تصویرونه د شرک، مړه قومونه
دلته د ښار په څلور لارو کې لا مړه یادوي

دا به د یار په خوله ترخه او که خوږه لګیږي ؟
چې ستا غزل ولولي،سمدستي اوبه یادوي

د چا د یاد خوره وره رمه چې اوس هم راشي
کوچي ته ډانګ،شپیلۍ مچنغوزه او راغه یادوي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د