نړۍ

نيويارک ټايمز: عراقي ولس اسلامي دولت د نور المالکي له حکومته غوره بوولي

نن ټکی اسيا: نيو يارک ټايمز ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې عراق کې د شخړو او تاوتريخوالي سربېره، بيا هم عراقيان د نور المالکي پر ځای د اسلامي دولت تر واک لاندې خوښ ښکاري.

نيويارک ټايمز د عراق د ملي امنيت د يو کاګر احمد حسين له قوله وايي، چې دی د نورو امينتي ځواکونو سره له خپلې دندې تښتېدلی او واس مهال خپل کور کې ژوند کوي. نوموړی د عراق لومړي وزير نوري المالکي په اړه وايي، چې لومړی وزير يو شعيه توکم پالی دی او ټولې ستونزې د ده لاسه راپيدا شوي دي.

احمد حسين زياتوي، چې عراق کې د تروريزم په تور يو شعيه بندي هم نشته، ټول بنديان اهل سنت ته منسوب خلک دي او مالکي غواړي، چې ټول اهل سنت وځپي.

احمد حسين نيويارک ټايمز ته ويلي، چې عراقيان غواړي د اسلامي دولت تر سيوري لاندې ژوند وکړي نه عراقي شعيه توکم پالي تر سيوري لاندې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x