آی پي ایل: مجیب د نړۍ ستر لوبغاړی وسوځاوه خو بریا یې خپله نکړه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په سوداګریزو سیالیو کې نن د مجیب ځدراڼ او ویرات کوهلي ترمنځ لوبه ترسره شوه چې مجیب ځدراڼ د نړۍ ستر لوبغاړی ویرات کوهلي وسوځاوه  خو بریا یې خپله نه کړه.

مجیب ځدراڼ چې پخپل دویم اور کې یې د ویرات کوهلي څخه داسې ویکټ وویشته، چې د نړۍ مبصرین او څارونکي يې حیران کړل.

ننۍ لوبه کې پچه ویرات کوهلي لوبډلې وګټله او لومړی یې د مجیب لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه، دوی په لومړي سر کې ښه توپوهنه ترسره کړه خو وروسته یې پرلپسې ویکټې له لاسه ورکړې او په ۱۹.۲ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو سره ۱۵۵ منډې جوړې کړې، چې د مخالف لوبډلې په کوربه توب کې کافي نه دي.

د ویرات کوهلي لوبډلې لخوا په ځواب کې ښه پېل ترسره نه شو چې په لومړي اور کې د برینډن میکولم ویکټ او په پنځم اور کې د ویرات کوهلي ویکټ وسوځېده، چې لوبډله یې له فشار سره مخ شوه، خو وروسته د ډیویلیئرز غوره توپ اچونې یې لوبډله بریا ته نیږدې کړه، او په پای کې یې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو ټاکلی هدف پوره کړ.

د نړیوالو لخوا د مجیب ځدراڼ ستایل

د کرېکټ نړیوالې شورا پخپل انسټګرام لیکلي وو، «وروسته له دې چې مجیب الرحمن کریس ګیل په غوراوي سیالیو کې دوه ځل وسوځاو، اوس یې ویرات کوهلي هم خپل قربانۍ لیست ته وغورځاوه».

همدا ډول آی پي ایل پخپل انسټګرام پاڼه د مجیب د هغه توپ په اړه چې ویرات کوهلي یې پرې وسوځاوه لیکلي وو چې، «دا شاید د آی پي ایل د روان پړاو تر ټولو غوه توپ وي، چې پخپله کارمخینه CV کې یې وساتي».

همدا ډول د کرېک انفو ویبپاڼې لخوا په انسټګرام پاڼه ددغې ویکټې په اړه لیکل شوي وو چې، «دا د آی پي ایل د روان پړاو تر ټولو غوره توپ دی. همدا ډول راشد خان هم پخپل ټویټر پاڼه مجیب ځدراڼ ستایلی دی».

مجیب ځدران پخپلو لومړیو درې اورونو کې یوازې لس منډې ورکړې وې او یوه مهمه ویکټه یې ترلاسه کړې وه، خو پخپل وروستي اور کې چې په ډير سخت وخت کې توپ  اچونې ته راغی د ډیویلیئرز لخوا ترې ۱۹ منډې واخیستل شوې، چې په ۴ اورونو کې یې ۲۹ منډې ورکړې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د