fbpx

د قندوز دردونکې کربلا

مولوي غلام محمد

دا هغه نعره ده چې د يمامه په جنګ کې دمسلمانانو شعار و يمامه داسلامي تاريخ يوه له سترو معرکو څخه ده. مسيلمه کذاب چې د نبوت دروغجنه دعوه يې کړې وه له ډير لوی لښکر سره د مسلمانانو په وړاندي ديمامه ميدان ته راوتلی و الله تعالی مسلمانانو ته فتحه ورکړه او مسيلمه په دې جنګ کې هلاک شو.

په دې جګړه کې په سلهاوو حفاظ او قاريان شهيدان شول او په نتيجه کې يې د قرآن کريم دجمع کولو عظيم الشانه کارنامه سر ته ورسيدله. کله چې د يمامه په جنګ کې حفاظ قران کريم او قراء شهيدان شول نو حضرت عمر رضی الله علنه حضرت ابوبکر رضي الله عنه ته راغی او ورته يې وويل چې ډير حافظان شهيدان شول که دا سلسله همداسي جاري وه نو داسي نه چې قرآن کريم د حافظانو په سينو کې قبرونو ته ښکته شي کاشکې مو دا قرآن کريم جمع کړی وای چې حضرت ابوبکررضی الله عنه زيد بن ثابت رضی الله عنه ته دنده وسپارله چې قرآن راټول کړه او سره يو ځای يې کړه هغه و چې قرآن کريم د لومړي ځل لپاره جمع شو.

کيسه د قندوز د دستاربندۍ په جلسه تر بمبار پوري را ياده شوه . په قندوز کې د حافظانو او علماوو د دستاربندۍ مراسم شروع و چې د وخت فرعوني لښکرو دخپل چاپلوسانو په ملتيا ورباندي بمبار پيل کړ او لسګونه تنکي حافظان او علماء يې شهيدان کړل په داسي حال کې چې سندونه يې په لاسو او په غاړو کې اميلونه پراته و چې ورباندي بمبار پيل شول او د تنکيو حافظانو سيني چې تازه له قرآن کريم څخه ډکې شوي وي په مرميو غلبيل غلبيل شوي او دعلماوو سينې چې تازه په قال الله تعالی و قال الرسول صلی الله علیه وسلم باندي منوري شوې وي په نمردوي اورونو وسوځل شوې .

د فارغانو سپيني لنګوټې په سرو وينو ککړې شوي په قندوز باندي قيامت صغری نازل شوی و هر لور ته د تنکيو حافظانو غوښې پرتې وي قرآن کريم په وينو سور پروت و او دوخت عثمان يې په خوا کې شهيد شوی و. د پلرونو ، ميندو او خويندو د عمرونو خوښۍ په يوه ساعت کې په غم بدلې شوې وي ميندي او خويندې چې اميلونه په لاس دخپلو سينو ټوټو ته سترګې په لاره وي دهغوئ له جنازو سره مخ شوې .

هغه عالمان چې دعلم د حصول لپاره يې کلونه کلونه خوارۍ ايستلې وي او علماوو ورته د فضيلت دستارونه په سرکيښودل دستارونه يې د قبر ټوټې شوې، اميلونو يې په قبرونه د ګلان کار وکړ. فرعوني لښکرو په ډيره بې رحمۍ چاړه په لاس تنکي ګلان شهیدان کړل او چنګيزي وحشيانو په ډيره سپين سترګې د اسلامي باغ ګلان ورژول . او چاپلوسو سامريانو يې يرغل توجيه کړ او پر ځای کار يې وباله .

قتل حسین اصل میں مرگ یزید ہے
اسلام زندہ ھوتاہے ہر کربلا کے بعد

خو که د کیسې بل اړخ ته متوجه شو نو د الله تعالی عادت مستمره دا دی چې دشهيدانو وينې بالکل نه ضائع کوي او له هرې کربلا وروسته اسلام بيا راژوندی کوي لکه د يمامه په جنګ کې چې دحافظانو شهادت د قرآن کریم د جمع کيدلو لپاره سبب شو ليرې نه ده چې د قندوز د شهيدانو په برکت به الله تعالی نور له دې مظلوم اولس څخه د ظلم تغر ټول کړي او د من اعان ظالما سلطه الله عليه حديث په مصداق به الله تعالی کفري طاغوتیان په خپلو غلامانو باندي مسلط او له هغوئ د دې تنکيو حافظانو او عالمانو انتقام واخلي. وما ذالک علی الله بعزيز

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Aqa Mohammad
میلمه
Aqa Mohammad

واقعاً دردونکې ده؛ افغانستان په شکیلاک کی ده – دبلې خواه کور ذهنه علما او دهغه کور ذهنه لارویان هم د پردی استخباراتو د تبلیغاتو دتاثیر لاندی خپل ملی اتلان ته د پردی استخباراتو په گته کار کوی ځکه دخلکو او ملت په منځ تبر زن او کوستیزن ورک شی؛ شهید نجیب الله پسې غلطی ډندوړې ، شهید داودخان پسی غلطی ډندوړی ، او داستقلال محصل غازی امان الله خان پسی غلطی ډندوړی هغه ابلیسی د انگیس او سې آی اې – CIA په گته دخپل هیواد د ملی اتلانو ضد کړنی دی چی خدای پاک یی نتایج مونږ ته… نور لوستل »

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

د Aqa. M د پاملرنی وړ:
داؤد خان او نجیب ګاؤ دواړه د شوروی د پلیدو پلانونو د اجراء ستر عاملین وه او نجیب ته د شهید خطاب به تاریخ ته ستر توهین ګڼل کیږی.

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

تاریخ باید د غلام اشرف غنی او # عبدالله دا شرمونکی کارنامه هیڅ کله هیره نکړی الله تعالی دی دا دواړه نیست او نابود کړی الله تعالی دی د دواړو بچی هلاک کړی دا دومره بی ناموسه خلک دی چی تر اوسه دی پیښیته خوشحالی کوی او وایی چی مخالفین وژل شوی دی . زه خو دا قتوا ورکوم چی اشرف غنی # عبدلله او د دفاغ وزارت دا بی غیرته بی ننګه او بی ناموسه ویاند دری واړه بی غیر د محکمی نه په دار وزړول شی او اسلامی امارته دا پیغام لرم چی ددی شهیدانو غچ پر تاسی… نور لوستل »

عبدالولی (فهیم)۰
میلمه
عبدالولی (فهیم)۰

آقا محمد وروره سلامونه . د امارت د مجاهدینو په سپیڅلی جهاد هیڅ وخت انتقاد ونکړی د دوی دا جهاد دومره سپیڅلی ده لکه د صحابه کرامو جهاد دوی سره یو د الله مرسته شته نور هیڅ نلری حتی د خوراک لپاره هم څه نلری خو بیا هم د غلام اوطاغوتی لښکرو په مقابل کی په میړانه ولاړ دی او مبارزه کوی د دوی دا جهاد د افغان ولس لپاره د ویاړ ځای دی ما په خپلو سترګو ولیدل چی دومره په عدالت سره د دوی امارت چلیږی لکه د حضرت عمر صاحب عدالت د اشرف غنی په غلامه او… نور لوستل »