fbpx

پرلت کونکي دې د طالب پر ځای امریکا سولې ته مجبوره کړي

لیکنه صلاح الدین ایوبي

که د الله په نوم قسم وکړم په حانث به نشم چې په ګران افغانستان کې مې سوله، ثبات او پرمختګ د ژوند یوازینۍ لوړ ارمان دی، خو مونږ به تر هغو د سولې او پرمختګ څیښتانان نشو ترڅو چې دلته اشغالګر ځواکونه موجود وي.

مونږ به نه یوازې دلته د اشغالګرو په شتون کې ددوی تر چتر لاندې ذلیل ژوند تیره وو او په عزتونو به مو لوبې کیږي بلکې هره ورځ به دواړو غاړو ته په لسګونو ځوانان هم د لاسه ورکوو، د افغانانو وینه په بې رحمۍ او بېدریغۍ توییږي، میندې به بورې او خویندې به کونډې کیږي، تنکي ماشومان به بې سرپرسته او یتیمان پاتې کیږي.

په اسلامي او افغاني کلتور ، په مقدساتو او د ننګونو په تاریخ به مو هم ملنډې وهل کیږي.

دلته سوله نه د حکومت په واک کې ده او نه د طالب …

سوله دواړه غواړي او افغانان تر هرڅه زیات د سولې تږي دي، د سولې له اهميته هېڅوک منکر کېدای نه شي خو د افغانانو ترمنځ ځکه سوله نشي راتللئ چې دلته هیواد اشغال دی او د سولې کیلي یوازې او یوازې د اشغالګرې امریکا سره ده او صلیبیان ځکه سوله نه غواړي، چې په سوله کې ددوی شوم اهداف او ګټې تلف کیږي.

که لږ په خپل ګریوانه کې سر ښکته کړو مونږ نن تر هر څه زیات په یوه بد ناورین کې راګیر یوو، هم وژل کیږو او هم غلامان یوو خو ددې ټولو بدبختیو څخه د وتلو یوازینۍ حل لاره د اشغال ختمول او د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

نو یو ځل بیا په ټولو افغانانو، او په هیواد کې د سولې په نوم پرلت کونکو باندې د یوه دریدلي او ځوریدلي افغان په صفت غږ کوم، که دا نشئ کولئ چې د اشغالګرو په ضد وسلوال پاڅون وکړئ، خو دا هیڅ ستونځمنه نه ده چې د اشغال په ضد په هر ځای او هر ښار کې ولسي لاریونو ته مخه کړئ ، د طالب او حکومت پر ځای امریکا سولې ته مجبوره کړئ.

لږ د ګوندي، شخصي ګټو او د منافقت له لباس څخه راووځئ، په خپلو ځوانانو او په لکونو کونډو او یتیمانو او په غم ځپلي افغانستان باندې زړه سوۍ وکړئ، اشغال وغندئ او جنګ ته بس ووایي.

له نړیوالې بشري ټولنې او امنیت شورا څخه په کلکه ووغواړئ چې اشغالګره امریکا دې نور زمونږ مظلوم افغانستان ترک کړي او افغانان دې پریږدي چې خپل برخلیک په خپله وټاکي او تل پاتې سوله وکړي.

د سوله ایز، خپلواک او پرمختللي افغانستان په هیله.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د