Raya1018

دوهم پړاو ټاکنې له څومره قانوني مشروعیت نه برخمنې وې؟ ـ سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: د شنبې د ورځې تر سره شوې دوهم پړاو ټاکنې یوځلې بیا د بهرنیو تبليغاتو په مټ په داسې حال کې بریالۍ، ګڼ شموله او شفافې وښودل شوې چې له کابله نیولې تر هرات اوننګرهار پوري په ټاکنيزو مرکزونو کې ښکاره درغلي ، د انتخاباتي نوماندانو ترمنځ وسله والې نښتې ، د زورواکو لخوا مشخصوکاندیدانو په ګټه د صندوقونوډکول ، د ټاکنو په ورځ د وسله والو طالبانو لخوا د سلګونو بریدونو ترسره کول …

خو د دې ټولو باوجود بیاهم بهرنیانو د دوهم پړاو ټاکنې بریالۍ او د افغان ولس د ارادې ممثلې ټاکنې وبللې
 د انتخاباتي مشروعیت لپاره دری شیان له اساسیاتو څخه ګڼل کیږي:
امنيت، ولسي مشارکت او ټاکنیز شفافیت.
خو یادې ټاکنې له دغو دریوسرو مشخصاتو څخه بي برخې ولې ؛ ځکه د ټاکنو په ورځ خپله د دفاع وزارت اعتراف وکړ چې د ټول هیواد په کچه د وسله والو طالبانو لخوا ۲۷۳ بریدونه ترسره شول چې شاوخوا ۵۰۰ کسانوته یې مرګ ژوبله واړوله ، چې دغه ډول ناسم امنیتي وضعیت حتما په ولسي مشارکت هم اغیز کوي او خلګ نشي کولای په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.
د شفافیت په لحاظ هم د شته اسنادو له مخې تر لومړی پړاو په دوهم پړاوکې د درغلیو او عدم شفافیت کچه ځکه زیاته وه چې د لومړي پړاو ټاکنو په درغلیو کې یواځې د انتخاباتو د کمیسیون او د کاندیدانو تبلیغاتي کمپاینران ښکیل ول خو په دوهم پړواټاکنوکې د هغوی ترڅنګ پارلماني وکیلان ، د ولایتونو واليان او امنیه قومندانان هم ښه په ښکاره ښکیل او د مشخصو کاندانو په ګټه یې د کمپاینرانو وظیفه تر سره کوله .
رسنیو مشخصا د هلمند، کندهار، زابل ، غزني ، کابل، ننګرهار، لغمان، قندوز، بلخ، سمنګان هرات ، بادغیس. نیمروز ، فراه ، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو نومونه یاد کړي چې زورواکو د مشخصو کاندیدانو په پلوي د رأیو صندوقونه ډک کړي، خو په حقیقت کې دغه کار د ټولو ولایتونو په ټولو انتخاباتي مرکزونوکې تر سره شوی.
په فیس بوک او نورو ټولنیزو رسنیوکې د عامو افغانانو لخوا د انتخاباتي درغلیو ښکاره ثبوتونه او خپله د انتخاباتو دکمیسیون لومړنی اعتراف چې تر اوسه ورته د ۳۰۰ په خواشاکې شکایتونه رسیدلی دا ټول هغه څه دي چې د تر سره شويو دوهم پړاو ټاکنو مشروعیت په ښکاره ډول تر سیوري لاندې راولي
 ، خو بهرنيانو او د ټاکنو بهرنيو تمویلوونکو لوريو د دغو ټولو ناخوالو په نادیده نیولوسره دا ټاکنې بریالۍ، شفافې او ګڼ شموله وبللې او په داسې حال کې چې خپله افغان سیالو لوريو لا د هغو د پایلو منلوته تیاری نه دی ښودلی خو د امريکا متحده ايالتونو، ايساف ځواکونو، د ملګرو ملتونو سازمان عمومي سرمنشي او په افغانستان كې د هغه ځانګړې استازي بیا همدا جنجالي ټاکنې ،بریالۍ او تاريخي بللې او په دې اړه يې افغانانو ته مبارکي وویله .
د رسنیو د وروستیو رپوټونو پر اساس ډاکټر عبدالله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دار الانشاء مشر ضیاء الحق امر خیل پر ګوښه کیدو سر بیره د نا امنه سیمو د ټولو اچول شویو رأیو پایلې نه مني او د دې ګواښ کوي چې که یې په دې اړه خبره ونه منل شي نو دی به د ټولو انتخاباتو پایلې هم ونه مني.
له دې څخه مالومیږي چې د ټاکنو پایلې تر ټاکنو ډیر وړاندې لا ټاکل شوې او د هغوی لومړی او دوهم پړاو ترسره کیدل هسي د افغان ولس د تیر ایسلو لپاره یوه دسیسه وه چې هیڅ راز قانوني مشروعیت نه لري.
اوس که دغه ټاکنې بهرنیان هرڅومره بریالۍ وبولي خو دا چې دهغو پیل د افغانانو ترمنځ په خپل منځي نښتو او بدبینیو پیل شو نو پایلې به یې هم حتما د دغه جنجالي کرادار محصول وي او بالاخره به د دغو نامشروعو ټاکنو په نتیجه کې د بهرنیانو د خوښې مطابق داسې یو بي واکه او لاس پوڅی نظام بیا پرولس تپل کیږي چې د ټول ولس له پریکون او مخالفت سره به مخ او دلته به هم اخیر کټ مټ هماغه لوبه تکراریږي لکه نن چې په عراق کې روانه ده.
امریکایان اوس غواړي د دغه ډول تګلارو په عملي کولو سره په افغانستان او نورو مستعمرو اسلامي هیوادونوکې دځان د بقالپاره زمینه سازي وکړي .

د نن ټکی اسیا سرمقاله

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د