پر شهزاد محمدي درې سوه زره افغانۍ نقدي جریمه ولګېده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې تکړه اوپنر او ویکټ ساتونکی (کیپر) شهزاد محمدي د کرېکټ بورډ لخوا درې سوه زره افغانۍ جریمه شو، او د آینده لپاره د کرېکټ بورډ له اجازې پرته د لوبو کولو سخت اخطار ورکړل شو.

نوموړی څه موده وړاندې په پاکستان هېواد کې د یوې ځايي کلب لوبډلې سره لوبېدلی و، چې د کرېکټ چارواکو، ولس او مینوالو ترمنځ یې سخت غبرګونونه راپارولي وو.

د افغانستان کرېکټ بورډ رئیس شکر الله عاطف مشعل نن په یوه خبري کانفرانس کې رسنیو ته وویل، چې د کرېکټ بورډ له اجازې پرته هیڅ لوبغاړی نشي کولای په نورو لوبو کې برخه واخلي.

سربېره پر دې کرېکټ بورډ هغه لوبغاړو ته هم ګواښ کړی چې تر دې دمه په پاکستان کې استوګن دي، او د یوې میاشتې وخت یې ورکړی، تر څو خپل هېواد ته راستانه شي، که چیرې داسې ونکړي د کرېکټ بورډ سره به یې قراردادونه لغوه شي.

له دې وړاندې تېر کال پر شهزاد محمدي د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د یوه کال لپاره د منع شوو درملو د استعمال له امله بندیز لګېدلی و، چې له هغه وروسته په غوراوي سیالیو کې په لوبه کې په بد اخلاقۍ او د قانون خلاف وضعیت هم له دوه لوبو بندیز سره مخ کړی و.

 

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د