د ظاهر خان پکتین پر «چاینا مین» لقب بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ وری، ۱۳۹۷ل): د کرېکټ مشهورې مجلې ویزډن «Wisden» په کرېکټ کې استعمالیدونکې اصطلاح «چاینا مین» باندې بندیز ولګاوه.

دغه اصطلاح په کرېکټ کې د چپ لاسي سوکه توپ اچونکي لپاره استعمالېدله، چې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې ظاهر خان پکتین ته هم دغه اصطلاح له څه مودې راهیسې کارېدله چې اوس پرې ددغې مجلې لخوا بندیز ولګیده.

د ایکسپریس اردو ورځپاڼې د راپور له مخې ددغې مجلې کاروونکي وایي له دغې اصطلاح څخه په کرېکټ کې د تعصب لید اخیستل کیږي، چې له استعال څخه یې نه استعال ګټور دي.

دغه اصطلاح تېر کال هغه وخت رامنځته شوه چې د هند لوبډلې سوکه چپ لاسي توپ اچونکي کولدیو جادو د توپ اچونې څخه وروسته د کرېکټ ځینو مبصرینو او لیکوالانو لخوا نوموړي ته د چاینا مین لقب ورکړل شو، چې وروسته د هر چپ لاسي سوکه توپ اچونکي لپاره یې استعمال پېل شو.

په تېره نیږدې کې دغه اصطلاح د ظاهر خان پکتین لپاره دده نوې لوبډلې راجهستان رائلز هم کاروله.

نوموړي په تېر کال کې د ۱۹ کلنو ځوانانو په اسیا جام او نړیوال جام سیالیو کې ښه توپ اچونه ترسره کړې وه، چې د هند په سوداګریزو سیالیو کې د راجهستان لوبډلې لخوا واخیستل شو، خو له بده مرغه په تمریناتي کیمپ کې د لوبې پرمهال ټپي شو او له سیالیو بهر شو.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.