د ښارصفا امنیه قومندان ګل احمد ګرانی

کندهار : د ښار صفاء امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۷ل): د کندهار ښار د نهمي امنيتي حوزې اړوند جادې سيمه کې د زابل ولايت د ښار صفاء ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی.

د ښارصفاء ولسوال عبدالصمد دراني رسنيو ته د يادي ولسوالۍ د امنیه قومندان د وژل کېدو خبر تائيد کړی.

د کندهار د والي وياند عزيزي د پيښي د پخلي ترڅنګ ويلي چې چريکي بريدکوونکو د ښارصفاء امنیه قومندان ګل احمد ګرانی وژلی او يو تن ساتونکی يې ټپي کړی.

د عزیزي په وينا بريدکوونکي له سيمي په تېښته بريالي شوي.

امنیه قومندان ګل احمد ګرانی په جاده سيمه کې خپل کور ته څېرمه وژل شوی ، ويل کيږي نوموړی له زابل نه خپل کور ته په رخصتۍ راغلی وو.

د برید مسؤلیت طالبانو منلی ، دوی وايي: ګل ګرانی او دوه ساتونکي يې په فیلډر موټر کې سپاره وو چې د چريکي بريد کوونکو له لوري په نښه شول ، د بريد په پايله کې امنیه قومندان قتل او دوه ساتونکي يې سخت ژوبل شول.

طالبان وايي د ښارصفاء امنیه قومندان لا له وړاندي د دوی تر څار لاندي وو.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د