پر سوریې د امریکا، برتانیې او فرانسې ګډ برید پای ته ورسید

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵وری، ۱۳۹۷ل): نن د شنبې په ورځ سهار وختي امریکا د برتانیې او فرانسې په ملتیا په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ځیني اهداف په نښه کړي چې ترا وسه یې په اړه د مرګ ژوبلې او تلفاتو دقیق معلومات نشته.

د امریکا رئیس ارکان جنرال ډنفورډ په دفاع وزارت پنټاګون کې رسنیو ته وویل چې د سوریې د کیماوي وسلو د پروګرام پر ضد ددوی عملیات پای ته ورسیده. نوموړي وویل چې په دغه بریدونو کې يې په ځانګړي ډول هڅه وکړه چې د روسیې ځواکونه په نښه نه کړي.

د سوریې نظامي ځواک مرکزي قومندانۍ وویل چې درې دښمن هیوادونو په پلازمینه دمشق او نورو ښارونو کې ددوی پوځي مرکزونه په ۱۱۰ میزایلونو ویشتلي دي، چې اکثره یې ددوی دفاعي ځواک خنثی کړي او یو شمېر یې پر یوه بحثي مرکز باندي لګېدلي دي .

د سوریې رسمي تلویزون د رئیس ارکان څخه په نقل قول وویل چې ددوی هوايي دفاع اکثره میزایل په هوا کې خنثی کړه خو ځیني میزایل په یوه علمي او بحثي مرکز کې ولګېدل.

سهار وختي د برید د پیل سره سم په سپينه ماڼۍ کې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ ولس ته په وینا کې وویل چې دده په امر د سوریې د دیکتاتور ولسمشر بشار الاسد پر ضد باندي د میزایلونو برید شوی دی ځکه چې هغه په مکرر ډول خپل ولس باندي کیماوي وسلې وکارولې.

نوموړي وویل یو کال تر مخه چې کله د سوریې نظامي ځواکونو پر ولسي وګړو کیماوي وسلې وکارولې، مونږ په ۵۸ توغندیو د سوریې ۲۰ سلنه هوايي ځواک له منځه یووړ، دا ځل چې یو ځل بیا په دوما کې پر ملکي وګړو کیماوي وسلې وکارول شوې، مونږ یو ځل بیا دوی په نښه کړل.

ویډیو:

ویل کیږي چې په دغه برید کې یوازي د لیري څخه ویشتونکي میزایل نه دي کارول شوي بلکې د الوتکو په واسطه هم بمبارۍ شوي چې په ځانګړي ډول د برتانیې جیټ الوتکو د حمص په ښار کې یو شمېر عسکري اهداف په نښه کړي دي.

د فرانس پریس خبري ژانس په وینا حمص ته نیژدې د سوریايي ځواکونو عسکري اهداف په نښه شوي دي.

د سوریې د څار نړیوالې ادارې ویلي چې د بشار الاسد ځواکونو یوه اونۍ تر مخه لا اکثره پوځي مرکزونه او هوايي اډې له عسکرو او مهماتو خالي کړي وې.

د برید وروسته د برتانیې لومړۍ وزیرې تیریزا ماي رسنیو ته وویل چې دا برید ډېر محدود او پر ځانګړو اهدافو وو، مطلب یې دا نه دی چې په سیمه کې نور کړکیچ را منځته کړي.

او زیاته یې کړه چې خپل پوځ ته یې امر کړی تر څو په سوریه کې داسي اهداف په نښه کړي چې د بشار الاسد نظامي پوځ د کیماوي وسلو د بیا کارونې وړتیا له منځه یوسي.

د برتانیې دفاع وزارت ویلي چې ددوی څلورو الوتکو په دغه بریدونو کې برخه واخیسته. او زیاته یې کړه چې دوی د حمص ښار ته نیژدې هغه پوځي مرکز په نښه کړ چېري چې کیماوي وسلې ساتل کیږي.

د فرنسې ولسمشر ایمانویل ماکرون هم رسنیو ته په وینا کې وویل چې د امریکا او برتانیې سره په همغږي يې د سوریې د کیماوي وسلو پر اهدافو د برید امر کړی دی.

نوموړی وویل چې ددوی عملیات به یوازي د کیماوي وسلو تر مراکزو محدود وي.

د عملیاتو پای:

د امریکا رئیس ارکان جنرال ډنفورډ وویل چې د سوریې د کیماوي وسلو د پروګرام پر ضد ددوی عملیات پای ته ورسیده.

نوموړي وویل چې نور بریدونه په پام کې نه لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د