افغانستان

رادفر: ځینو رسنیو د سکوت دوره نه ده مراعات کړې

د ټاکنو د خپلواک کیمسیو د رسنیو د کمیسیون مسوولین وايي، چې د سکوت په دوره کې ځینو رسنیو دغه دوره نه ده مراعات کړې او سخته سرغړونه يې کړې ده.
د یاد کمیسیون مرستیال حشمت الله رادفر وايي، چې دې رسنیو ځینو د سکوت دوره ماته کړې او ځینو د مشخص نوماند په ګټه کمپاین کړی.

په دې رسنیو کې ټول ټال دوه دېرش رسنۍ په سرغړونې تورنې شوې، چې د رادفر په قول یواځې جریمه به رورته کفایت ونه کړي، بلکې ځینې رسنۍ به قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
دا په داسې حال کې دی، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې هم څوارلسو رسنیو په یاده دوره کې له قانونه سرغړاوی کړی و، چې يواځې دریو يې جریمه پرې کړې ده.
د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره (نی) بیا وايي، چې په رسنیو لګیدلي تورونه باید له شواهدو سره وړاندې شي.
یاده دې وي، چې په لومړي او دویم پړاو ټاکنو کې نی او ټولو رسنیو له دولت او د ټاکنو له کمیسیون سره د امنیتي پېښې د نه خپراوي ژمنې کړې وي، چې په ټولنه کې يې د رسنیو اعتبار سخت زیانمن کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x