نظــر

سوله مې د يتیمانو په شونډو خندا راولي

لیکوال: خالد ځدراڼ

که موږ په رښتونې ډول سوله وغواړو نو سوله راتلی شي!

موږ اول باید د سولې د نه راوستلو لاملونه پیدا کړو:

چې ولې نه راځي سوله؟

چرته ده سوله؟

او ولې ورکه ده سوله؟

که قصدا ذهنونه ویده نه کړو، که پخپله خپلې سترګې پټې نه کړو نو ټول هیوادوال پوهېږو، او د لمر په شان راته واضحه ده چې تر څو مو هیواد کې کفار نظامي شتون ولري تر هغې به موږ افغانان د سولې له ستر نعمت څخه محروم وو.

له شک پرته مو په دې هم سرونه خلاص دي چې د سولې کیلي یوازې او یوازې د مکارو، او د فریبجنو اشغالګرو په لاس کې ده، او موږ چې د خپل جیب د ډکولو او د شومو اهدافو په خاطر په یادو حقیقتو سترګې پټوو دا ډېره د شرم او ډېره دبې غیرتۍ خبره ده.

زه هیواد کې د روانو پرلتونو خلاف نه یم، د پرلتونو د هغو غوښتنو خلاف یم چې د سولې د راوستلو لپاره رښتينې هڅې پکې نه وي او  يو اړخيزه وي.

پرلت کوونکي باید زما په دغه ماته ګوډه مشوره لږ ډېر عمل وکړي!

سوله غوښتونکي ځوانان باید ځانونه په رښتیا سره درېمګړی ښکاره کړي او ريښتونوالی يې په عملي میدان کې په ثبوت ورسوي چې موږ درېمګړي یو، او موږ په ریښتوني ډول سوله غواړو،

دوی د دغو غوښتنو ترمخه چې طالبه راشه ټوپک پر ځمکه کېږده باید خپلې خیمې (کیږدۍ) د جنګ راوستونکو او هیواد اشغالوونکو پوځیانو د کیمپو مخې ته ودروي، او په اجیرو قاتلانو غږ وکړي چې نور زموږ هیواد پرېږدئ، نور زموږ له هیواد څخه خپل نظامي خضور حتم کړئ.

موږ پریږدئ چې خپل برخلیک په خپله وټاکو،

خیال مې نه شي! خو بیا هم که اشغالګرو د پرلت کوونکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړ او پرلت کوونکو له اشغالګرو یو نړیوال تضمین واخست چې موږ خپل ځواکونه له هیواده وباسو، او خپل هیواد تاسو ته در سپارو!

بیا دې پرلت کوونکي خپلې خیمې (کیږدۍ) راوړي د خپل کړېدلي وطن او ځورېدلي اولس د بچیانو (طالبانو) د مرکزونو مخې ته دې ودروي، او په طالبانو دې غږ وکړي، چې ای ځوانه ای د اشغالګرو په وړاندې په سپېڅلي جهاد کې ستړیه وروره، راشه! تا خو پرون ویل چې زه درځم خو لومړی باید وطن له اشغاله خلاص کړی شي، راشه وطن کې هغه اشغالګر نور نه پاتې کیږي! هغه مکار کفار نور له هیواده وځي!

هغه پلیتې او بدرنګې څیرې به نور په ګران افغانستان کې ونه وینې،

راشه! وطن کې یوازې ستا وروڼه پاتې شول،

راشه! وطن کې يواې د وطن بچیان پاتې شول،

راشه! نن زموږ د کړېدلي اولس په خاطر د سولې لپاره بين الافغاني تفاهم وکړه، خپل بچیان په خپله غېږه کې در واخله.

که داسې وشول طالب مجبور دی جنګ پرېږدي او ورته د پای ټکی کېږدي.

او بیا به دغو بدبختو افغانانو ته د سولې د چراغ رڼا بې له ځنډه را ښکاره شي، دغه کړېدلي او ژړیدلي افغانان به د سولې له سپیڅلي شعار څخه برخمن شي ان شاء الله …

مننه

د یو خپلواک او سو کاله افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x