غزلو مې له ګوتو زندګي اخیستې ده

ابراهیم صیاد

دې ښار زما له کلي رڼایي اخیستې ده
غمونو له دې چم څخه ځواني اخیستې ده

دا اوښکې مې مظلومې دي خو دومره خوارې ندي
دې اوښکو له شاهانو بادشاهي اخیستې ده

چې لار مې ورته وښوده د میني په درو کې
له سترګو نه مې هغو بینايي اخیستې ده

د شونډو وچ پتري مې د مسکا د تن کفن شو
یو چا مې جنازه د خشحالي اخیستې ده

صفت دې یاره نه کووم خو دومره درته وایم
ګلاب دې له زلفانو خشبویي اخیستې ده

دا زړه مې چې بیزاره شو د ښکلو نوکري نه
دردونه ! یې له ښکلو مزدوري اخیستې ده

د فکر په ټالونو کې زنګیږم او چې ګورم
غزلو مې له ګوتو زندګي اخیستې ده

ارمان به هله درشي چې اعلان مې داسې وکړی
صیاد ، د ژوند له قیده ازادي اخیستې ده

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د