ازادۍ / الفت

مه مو ځوروه دخوشحالو نېټه راوښیه
سپینې ازادۍ ستا د راتلو نېټه را وښیه

بس ده درپه درشو ددې ستړی انقلاب غیږکي
نور دهوسا ژوند دتم کېدو نېټه را وښیه

راوړه خنداګاني دیتیم سپېرو شونډانو ته
ژرشه دیتیم دخندېدو نېټه را وښیه

کلي اوکورونه مو تیارو رانه اخیستی دي
کلي ته دسپینو سهارو نېټه را وښیه

وچي کړم دیدن دمجاهد طالب په مینه زه
هغه دوصال دڅو شېبو نېټه را وښیه

بیا چی پر وطن دشملورو سپین فوځونه شي
هرخوا ته دسپینو لښکرو نېټه را وښیه

ماته چی کړم تنـــــده پری دهر مؤمن افغان زړګي
خوار الفت ته ها دښو شعرو نیټه را وښیه

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د