د کندز دشهداوو یاد: شهید آرمانونه

محمدحسن مستغفر

بیا کندز کې دسپین علم بڼ خزان شو
او شهید طالب، عالم ،شهید قران شو

بیا وحشیانو خپل پرېوتی عادت وکړ
پاک ممبر په وینو رنګ او محراب وران شو

یو سپیڅلی مجلس اور باندې ستی شو
د عطرونو بوی باروتو باندې وران شو

بیا معصوم پاک حافظان ستی ستی شول
بیا شهید ددوی دهرقریب آرمان شو

نن ستی یوازی دا معصومان نه دی
نن ستی په اور دغم مو هر ویښ ځوان شو

موږ هیڅکله نا امیده له رب نه یو
په هر ظلم لا قوی زموږ ایمان شو

ای غلیمه ته هم لږ انتظار وکړه
انتقام ته بیا تیار فدایی ځوان شو

مؤمنانو امارت ته کړئ دعاوې
“مستغفر” لاس په دعا په هر یو آن شو

 

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.