نړۍ

پاکستان په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل

پاکستان پوځ وايي چې د حکومت په لارښونه یې په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات پیل کړل.

نن ټکی آسیا: د څو میاشتو پرلپسې «ناکامو» مذاکراتو وروسته پاکستان په شمالي وزیرستان کې د پوځي عملیاتو پریکړه کوي.

طالبانو څو ورځې دمخه په کراچۍ کې دوه ستر بریدونه وکړل، یو یې هم د کراچۍ په هوايي ډګر ډلییز برید او بل د هوايي ډګر د ساتونکو په پوستو وه.

په دغو بریدونو کې تقریبا ۴۰ کسان ووژل شول، چې زیات شمېر يې پاکستاني پوځیان وه.

پاکستان  تر دغو سترو  بریدونو  وروسته د پوځي عملیاتو وروستۍ پریکړه وکړه.

 د مذاکراتو پر مهال هم د طالبانوسرتیري د پاکستان لخوا نیول او وژل کېدل.

طالبانو ویاند شاهدالله شاهد وړمه ورځ ویل چې هم جګړې ته او هم خبرو ته تیار دي. دده په وینا پاکستان حکومت د امریکا په اشارو چلیږي او د هغوی په وینا په شمالي وزیرستان کې عملیات پیلوي.

پاکستان حکومت ادعا کوي چې ددوی جیټ الوتکو په بمبارۍ کې وړمه ورځ ۲۱ وسله وال طالبان  وژل شوي.

پاکستان آزادې رسنۍ له دې منع کړي چې سیمې ته ولاړې شي او له اصلي حقیقت ځان خبر کړي.

رویټرز د راپور په اساس سیمه کې ګرځبندیز لګېدلی او د مبایل انتن قطع شوی.

تر دې مهاله په سلګونو کورنۍ د خوست ولایت ته مهاجرې شوي.  وزیرستانيان وايي تر پاکستانه راته خوست ښه دی، دوی مو خپل دي، خو بالمقابل بیا په پېښور کې راسره ځايي اوسېدونکي بده رویه کوي.

احتشام خان د میران شاه اوسېدونکی دی، نوموړی وايي هر څه مو تیار کړي، بس چې ګرځبنديز ختم شي، هجرت کوو.
پاکستاني امنیتي چارواکي وايي چې څو ورځو کې به ګرځبندیز پای ته ورسوي، څو خلک له سیمو څخه ووځي.

پاکستان پرون د شمالي وزیرستان پر لور خپل عسکر لیږلي. جیټ الوتکو او هلیکوپترو لا وار دمخه په وزیرستان بمبارۍ پیل کړي.

پاکستان تر دې دمخه په ۲۰۰۱-۲  او ۲۰۱۰کلونو کې په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو خلاف عملیات وکړل. پاکستان وايي چې تر دې مهاله په دغو عملیاتو کې ددوی په سلګونو عسکر وژل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x