نظــر

د خوست جلغوزي به جرمني ته ځي – ولسمشر په نمایشي سفر خوستوال نشې تېرایستلی

اکبر یاسیني

د ولسمشريزو ټاکنو په لومړيو کې چې دواړو کانديدانو؛ ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله  کمپاينونه کول د کابل له مرکز پرته يې د يو شمېر نورو ولايتونو سفرونه هم وکړل د ولسمشريزو ټاکنو پر وخت هر نوماند کوښښ کاوه چې ، له ولسونو سره ، د فساد د له مينځه وړلو  ښې حکومتوالۍ او يو شمير نورو برخو کې ژمنې ترسره کړي ، چې همداسې وشول ، هر نوماند په خپلو کمپاينونو کې له خلکو سره په درجنو وعدې وکړې ، چې له ډلې يې يو هم د هېواد ولسمشر اشرف غني و.

اشرف غني هم د ټاکنیز کمپاین پرمهال له خوستوالو سره د خوست او غلام خان ترمنځ سړک د ټرانزیټ کېدو، خوست ته د واردتي برېښنا غځولو او د دغه ولایت د هوایي ډګر جوړولو او د خوست شیخ زاید پوهنتون نړیوالې کچې ته پورته کول  او یو شمیر نورو برخو کې ژمنې کړې وې.

د ژمنو سره سم ، د ټاکنو په ورځ د  خوست هر بچي په سختو امنيتي شرايطو کې ، خپلو هيلو ته د رسيدو په موخه او د ولسمشر محمداشرف غني د بريا په ارمان رايې وکارولې ، چې بلاخره غني يې تر ارګه ورساوه ، دا خبره مقابل لورې ته هم مالومه شوه چې ولسمشر ریښتیا هم خوستوالو ارګ ته ورسولو نو ځکه يي خوستوالو ته د ګوسفندانو لقبونه وکارول.

بل خوا اوسنې ولسمشر غني به هم  په ډېر درنښت په هر ځای کې د خوستیانو د قربانیو یادونه کوله او ویل به یې چې خوستیانو زه مو تر ارګه ورسولم په هر ځای کې به یې د جواس خان د وفات شوي لور کیسه کوله خو چې کله ډاکټر صیب غني د سیاسي واک پر ګدۍ کښیناست بیا نو ترې د خوستوالو د قربانیو او د جواس خان د لور کیسه هیره شوه.

اوس چې د ملې وحدت د حکومت د پینځه کلنې دورې ختمیدو ته ډېر وخت پاتې نه دی،دا کار ددې سبب شوی دی چې جمهوري ریاست د ولایتي سفرونو په چوکاټ کې خپل انتخاباتي کمپاین پیل کړي چې څو ورځي وړاندې ددغه نمایشي او کمپایني سفرونو په لړ کې په داسې حال کې خوست ولایت ته راغي چې په خپلو هیڅ  انتخاباتي وعدو باندې يي عمل نه دی کړی او له خوستوالو سره په کړو ژمنو کې په بشپړه ډول پاتي راغلي.

اوس جالبه خبره دا ده چې چې ولسمشر سره له دې چې په پخوانیو ژمنو کې په بشپړه توګه پاتي راغلی خود جرګو په تالار کې يې  په چیغو چیغو وویل چې خپلې کړې ژمنې به عملي کوي او ترڅنګ يې  له خوستوالو سره نوې ماډل ژمنې وکړي چې د خوست او جرمني ترمنځ به هوايي دهلیز ترتیب کړي او د خوست جلغوزي به جرمني ته ولیږي چې دغه ژمنې یې هم خیالې وبلل شوې او هېچا پرې باور ونه کړ.  اوس مونږ له جناب ولسمشر څخه هیله او ارزو دا ده چې نور د خوستوالو په سترګو کې خاورې شیندل پریږده د جرمني پرځای د خوست جلغوزي چین هیواد ته صادر کړه.

راځئ د پټو سترګو له قضاوته تېر او د ولسمشر دری نیم کلن ماموریت ته ځغلنده کتنه وکړو چې په تېرو درېیو نیمو کلونو کې یې کوم کارونه کړي، کومې ژمنې یې چې کړې دي؛ څومره یې عملي شوې او څومره یې تش په نامه د کاغذ پر مخ پرتې دي.

اوس دملي یوالي حکومت مشران هڅه کوي د خلکو سترګو ته خاورې ور وشیندي د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې چې له خوستوالو سره  کومې ژمنې کړي وي  یوه یې په بشپړه توګه  نه ده عملي شوې او نه یې هم د عمل څرک تر سترګو کېږي، په خوست کې يي د پخوانې ولسمشر حامدکرزي د وخت د فساد ښکار شوي نیمګړې پروژي چې تراوسه هم په بشپړه توګه د استفادې وړ نه دي صرف د رتلونګو ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین په پاره د خوست ولسونوسترګو ته خاورې وشیندلې او دغه نیمګړې پروژې يې افتتاح کړي.

خو ګوسفندي ولس د دې پر ځای چې د ملي یووالي د حکومت له مشرانو څخه د هغو ژمنو د پلي کېدو پوښتنه وکړي، ویې غندي، محکوم یې کړي لا هم په پټو سترګو چکچکې ورته وهي او ستایي یې.

په پای کې غني او چارچاپېر ټیم یې باید نور په دې پوه شي چې د ګوسفندي ولس سترګو ته یې په تېرو درې نیمو کلونو کې ډېرې خاورې ور وشیندلې، نور به نه د دوی هوایي چیغې او نه هم د دوی دروغجنې ژمنې ولس تېرباسي. موږ به هغه وخت د ده پر ژمنه باور وکړو چې د یوې پروژې د تړون له له لاسلیک وروسته عملاً د هغې پروژې چارې پیل شي.

ولسمشر نور بايد له خوستوالو سره ترسره شوو ژمنو ته د عمل جامه ورکړي ، تر څو د خوست په ولسونو کې له لاسه ورکړی باور بيرته لاس ته راوړي او او په خپل چاپيريال کې د هغو مشرانو مخه ډب کړي ، لکه اکرم خپلواک کوم چې له ولسمشر څخه د لوی پکتیا په نوم حقوق ترلاسه کوي او په خپله يې خوري .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

په سیاست میاست می ډېر سر نه خلاصیږی خو دومره پوهېږم چه:
د غنی دې شنې لنګوټې د هغه څخه د جنغوزو د یو ماهر دلال قواره جوړه کړېده.
لکه څنګه چه د غنی خان درې ژبی په ښه انداز زده دی همهغسی درې ډوله لنګوټه تړل ئې هم زده دی.

Zadran

زه خوست ښار ته هفته کی دوه ځله ځم،هرځل چه خوست ښار ته داخل شم،نوی نوی پرمختګونه په کی وینم.ټول دخوست ولس په یوه غږ او په اتفاق سره.د ډاکتر غنی ملا تړ کوی،او ډاکتر صاحب خپلی کړی وعدی تقریبا پوره کړیدی،د خوست غلام خان بندر پرانیسته وشوه.وارداتی بریښنا په لاره ده،هوایی میدان پرانسته وشوه.شیخ زاهد پوهنتون په مخ راوان دی.پلونه،پلچکونه په درز سره راوان دی جوړیږی،د ټولو ولسوالی سرکونه قیر او پاخه دی.امنیت یی فوق العاده دی.د خوست ټول ولس د ډاکتر غنی څخه خوښ او راضی دی،او زه پوره باور لرم ډاکتر غنی به د خوست جلغوزی جرمنی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x