غزل/ شاعر” عبدالقدوس فاتح

شکـر چـې اوګې مـو شملـــورې شتـه
لا يو څو سينــې ښې بهـــــادرې شتـه

مونږ هم أبابيــل غوندې زلـــــمي لـرو
ستـا که أبـرهه غوندې لښکـــرې شتـه

رادې شي سـرونه چې ورمــات يې کړو
لا خـو شتـه لاســـونه لا ډبــــرې شتـه

اوس مې هم په مرګ پسې ګرځيږي ورور
اوس مې هم په سـر باندې ډالـرې شتـه

پـام! پښتنـې پېغلې چې په يـو بـل نـوم
ډېرې درتـه لومې جادوګــــــرې شتـه

چاچـې زمونـږ د أمـن کېږدۍ ړنـګه کړه
لاس کې يې اوس څو خيالي کوترې شتـه

دا په شهــــــادت مَيـَنْ فاتـح لښکـــر
نه ورسـره ډال شتـه او نه زغــرې شتـه

پای.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.