افغانستان

د امام ابوحنيفه عالي لېسې د کلنۍ ازموينو نتايج اعلان شول

نن د دوشنبې په ورځ (دغبرګولي ۲۶) نيټه دخيبر پښتونخوا ايالت په کوهاټ سيمه کې دافغان کډوالو دکېمپ  د امام ابوحنيفه عالي لېسه کې دکلنۍ ازموينې نتايج ديولړ مراسمو په ترڅ کې اعلان شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې موخه دلېسې په انګړ کې جوړه شوه وه پکې دسيمې عالمانو،استادانو او عامو افغانانو ګډون وکړ.چې پکې ځينو استادانو او دلېسې مدير ويناوې وکړې.

دلېسې مدير ښاغلي محمد ابراهيم وويل چې مونږ په تېر يوکال کې د لېسې دپرمختګ لپاره د پام وړ کارونه کړ ي دي. دنوموړي په وينا که د سيمې اوسېدونکي ورسره مرسته وکړي نو نوموړې لېسه به لا دپرمختګ په لور ګامونه واخلي.
همدغه راز دهمدې لېسې د يوولسم ټولګي يو تن زده کوونکي مدثر شينواري وويل چې زمونږ تير تعليمي کال په پيل کې که څه هم له يو لړ مشکلاتو سره مخ و خو بيا هم دغه تعليمي کال نسبتآ ښه و خو زياته يې کړه چې مونږ لاهم د ښو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره هېله من يو.
د يادونې وړ ده چې په نوموړې لېسه کې شاوخوا شپږ سوه زده کوونکې زده کړې کوي چې سږکال يې شاوخوا ۱۲۰ تنه زده کوونکي د دولسم ټولګيو څخه فارغ شول.
 بايد وويل شي چې ياده لېسه په کوهاټ کې د افغان کډوال يوازينۍ لېسه ده چې د ګڼ شمېر مشکلاتو سره سره پکې د هيواد بچيو ته د زده کړې زمينه برابره شوې ده خو دسېمې بعضې کړۍ نه غواړي چې ددغې لېسې چارې په ښه توګه په مخ لاړې شي چې له امله يې همدا لېسه د همدې تعليمي کال په پيل کې له سختومشکلاتو سره مخ وه چې د زده کوونکو درسونه د تعليمي کال له شاوخوا دريو مياشتو تېرېدو ورسته پيل شول .
او همدا پرون هم د لېسې ادارې ته د ځينو کړيو له لوري ګواښ شوی و چې نتايج دې د غونډې په ترڅ کې نه اعلانوي.
abu-hanifa-lisa

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x