افغان-ترک ملګرتيا په کوم لور؟

حکمت الله ځلاند / د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز

د ترکيې او افغانستان د اړيکو په اړه همدومره بس ده، چې وتلي ترکي سياستوال احمد داوود اوغلو دا اړيکې «بېلګه اړيکې» بللې دي او له ګډې پولې پرته «ګاونډي» او يو بل ته نژدې هېوادونه بلل کېږي.

ترکيه او افغانستان د دوه‌اړخيزو اړيکو اوږد تاريخ لري او دا اړيکې د تاريخ په اوږدو کې دوستانه پاتې شوې دي. دا چې ترکيه اوسمهال نه يوازې د اسلامي هېوادونو په منځ کې، بلکې د نړۍ په کچه له ځواکمنو هېوادونو شمېرل کېږي او د افغانستان ترڅنګ د سيمې له هېوادونو سره هم ښې اړيکې لري، دغو دوه‌اړخيزو اړيکو ته يې ځانګړی اهميت وربښلی.

د دغو دوه‌اړخيزو اړيکو اهميت په بېلابېلو وختونو کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له سفرونو هم جوت دی، چې وروستی هغه يې کابل ته د ترکيې د لومړي وزير بنعلي‌يلدريم سفر و. نوموړي تېره اوونۍ (د اپرېل ۸مه ۲۰۱۸) کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني، اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله او نورو افغان چارواکو سره وکتل او له اجرائيه رئيس سره يې په يوه ګډ خبري کنفرانس کې هم ګډون وکړ.

د کابل – انقرې د تاريخي اړيکو شاليد، په تېره څه باندې يوه‌نيمه لسيزه کې د دواړو هېوادونو سياسي، اقتصادي او فرهنګي اړيکې او د دغو دوه‌اړخيزو اړيکو راتلونکی، هغه موضوعات دي، چې دلته يې په اړه شننه لولئ.

د کابل-انقرې اړيکو ته کتنه

د ترکيې او افغانستان ديپلوماتيکي اړيکې په ۱۹۲۱ کال کې د ترکيې-افغانستان د يووالي تړون له لاسليک کولو سره پيلېږي؛ خو له تاريخي پلوه، د ترکيې او افغانستان د تړاو په اړه همدا ويل کافي دي، چې د تاريخ په اوږدو کې ځينې ستر شخصيتونه يا له افغانستانه ترکيې ته تللي او يا هم له ترکيې څخه افغانستان ته راغلي، چې يوازې د مولانا جلال الدين بلخي رومي يادونه يې بسنه کوي.

په معاصر تاريخ کې هم، افغانستان له لومړنيو هېوادونو څخه و، چې ترکيه يې په رسميت وپېژندله او بيا د شاه امان‌الله خان په دوره کې د افغانستان لومړنی سفارت هم په ترکيه کې پرانېستل شو؛ خو په بل اړخ کې ترکان بيا د افغان جهاد پر مهال د افغانانو په څنګ کې ودرېدل او د کورنيو جګړو پر مهال بې‌طرفه پاتې شول.

له ۲۰۰۱ کال وروسته ترکيې د ناټو په چوکاټ کې تقريبا ۴۰۰ پوځيان افغانستان ته راواستول او يوازې د بيارغونې په کارونو او د افغان پوځيانو په روزلو کې يې ونډه واخېسته؛ خو په پوځي عملياتو کې يې هېڅ ونډه نه ده لرلې او له همدې کبله ترکان په افغان جګړه کې تلفات هم نه لري او افغان طالبان هم د ترکيې په تړاو نرم دریځ او چلند لري.

د حامد کرزي په دوره کې ترکيې د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخيزو اړيکو په رغولو کې رول ولوباوه او له ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۳ کال پورې يې ۸ درې‌اړخيزې غونډې جوړې کړې. که څه هم عملا د دغې پروسې له کبله په کابل–اسلام‌اباد اړيکو کې شته اوږدمهالې بې‌باورۍ ختمې نه شوې، خو بيا هم دا پروسه تر يوه بريده ګټوره وه او ترڅنګ يې د افغانستان په لور د ترکيې د زياتې لېوالتيا او ملګرتيا ښودنه هم کوله.

د ملي يووالي حکومت او ترکيه

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته د افغانستان او ترکيې اړيکې يوه نوي پړاو ته داخلې شوې او ترکي ولسمشر رجب طيب اردوغان په خپل تاریخي سفر سره دغه پړاو پرانيست. اردوغان د ملي يووالي حکومت له جوړېدو کابو يوه مياشت وروسته (د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۸مه) کابل ته راغی. دا له نژدې پنځو لسيزو وروسته افغانستان ته د يوه ترکي ولسمشر سفر و او له بله پلوه، اردوغان لومړنی بهرني جګ‌پوړی چارواکی هم شو، چې د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته يې کابل ته سفر وکړ. په دغه سفر کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ملګرتيا او همکارۍ ستراتېژيک تړون هم لاسليک شو.

ترکيه هم د افغانستان جيو-پوليټيک موقعيت ته په کتلو سره غواړي په افغانستان کې اوږدمهال حضور ولري او له همدې کبله يې له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر کم نه کړ او خپله د اردوغان په وينا، ترکيه په هغه هېواد کې چې له چين، ايران، پاکستان او د منځنۍ اسيا له يو شمېر هېوادوونو سره په ګاونډ کې پروت دی، د اوږدمهال حضور په لټه کې ده.

له دې سره سره، له تېر کال راهيسې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې د بې‌باوريو زمينې هم رامنځته شوې؛ ځکه له يوې خوا د ولسمشر لومړی مرستيال جنرال دوستم په ترکيه کې په يو ډول د تبعيد ژوند تېروي او له بله پلوه، څو مياشتې وړاندې د دوستم په ګډون له ترکيې څخه د څو تنو افغان سياسيونو له‌خوا د ملي يووالي حکومت پر ضد يو اېتلاف هم اعلان شو.

د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته کابل ته د اردوغان د راتګ تر شا د جنرال دوستم د واک ته رسېدو قضيه هم مطرح وه او له همدې کبله له حکومت سره د جنرال دوستم د اړيکو خرابېدو او ترکيې ته تبعيد يې پر دغو دوه‌اړخيزو اړيکو هم خپل اغېز لرلی دی. افغان حکومت د دغې بې‌باورۍ د له منځه وړلو لپاره يو لړ ګامونه هم پورته کړل، چې له دې جملې په فتح الله ګولن پورې د تړليو د افغان – ترک ښوونځو د مديريت قضيه هم د يادولو وړ ده.

ولسمشر اشرف غني هم په تېرو دوو کلونو کې دوه ځله ترکيې ته سفر کړی. لومړی سفر يې د ۲۰۱۵ د ډسمبر مياشت کې و، چې هلته يې د دواړو هېوادونو د سوداګريزې شورا په غونډه کې هم ګډون وکړ او دويم هغه يې د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د قدس په اړه د اسلامي هېوادونو د مشرانو په کنفرانس کې ګډون و.

اقتصادي او سوداګريزې اړيکې

په اقتصادي ډګر کې دواړو هېوادونو يوازې له ۲۰۱۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې په ټوليز ډول ۱.۶ مېليارده ډالر دوه‌اړخيز تجارت لرلی، چې ډېره برخه يې له ترکيې څخه وارد شوي توکي دي او کمه برخه يې له افغانستانه ترکيې ته صادر شوي توکي جوړوي. ترکيه د افغان صادراتو د واردوونکو هېوادونو په کتار کې پنځم ځای لري او تر هند، پاکستان، ايران او عراق راوروسته ډېر افغان توکي واردوي.

ترکيې له ۲۰۰۵ کال راهيسې د ریکا (RECCA) یا د افغانستان لپاره د سيمه‌ييزو اقتصادي همکاريو په اوو کنفرانسونو کې فعال حضور لرلی او په وروستي کنفرانس کې، چې د ۲۰۱۷ په نوامبر کې جوړ شو، د ترکيې، ترکمنستان، اذربايجان او ګرجستان ترمنځ د «لاجوردو لارې» هوکړه‌ليک هم لاسليک شو.

له ۲۰۰۳ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې ۱۲۷ ترکي کمپنيو په افغانستان کې د ۶ ميليارده ډالرو په ارزښت ۶۲۷ پروژې پلې کړې دي؛ خو په اقتصادي برخه کې مهم ګام د مالياتو د مخنيوي تړون يا (DTPA) دی، چې د دواړو لورو ترمنځ لاسليک شي او په اړه يې لومړی پړاو خبرې اترې د ۲۰۱۶ کال په جون کې په انقره کې وشوې.

که څه هم د ترکيې او افغانستان په اړيکو کې اقتصادي او تجارتي اړيکې خورا مهمه برخه جوړوي؛ خو له بده مرغه د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه کال په کال په کمېدو ده. په ۲۰۱۰ کال کې ۲۶۵ میلیون ډالره وه؛ خو دا کچه په ۲۰۱۶ کال کې ۱۵۵ مېليون ډالرو ته راکمه شوې ده. له همدې کبله ټاکل شوې د دواړو هېوادونو د ګډ اقتصادي کميسيون (JEC) غونډه راتلونکې مياشت په انقره کې جوړه شي او له افغانستانه به ډاکتر عبدالله پکې ګډون وکړي. د دغه کميسيون لومړۍ غونډه د ۲۰۰۵ کال په اپرېل کې جوړه شوې وه.

د افغان – ترک اړيکو راتلونکی

ترکيه په اوسني وخت کې د اسلامي نړۍ ځواکمن هېواد دی او له همدې کبله په افغانستان کې هم خپل رول او نفوذ ته ارزښت ورکوي. د دې ترڅنګ په افغانستان کې د ازبکانو او ترکمنانو شتون هم هغه لامل دی، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو پر راتلونکي به اغېز ولري. ترکيه دا مهال د افغان حکومت او جنرال دوستم قضيه هم له نژدې څاري او له همدې کبله د ترکيې د لومړي وزير او اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله په ملاقات کې هم دا خبره مطرح شوه او که دا قضيه هواره نه شي، ښايي د ترکيې او افغانستان پر اړيکو هم اغېز ولري.

ترکيه به يو ځل بيا هڅه وکړي، چې د افغانستان او پاکستان د اړيکو په رغولو کې خپل رول ولوبوي. په دې تړاو ټاکل شوې په انقره کې د افغانستان-پاکستان-ترکيې درې‌اړخيزه غونډه جوړه شي. له بله پلوه د طالبانو او افغان حکومت مخامخ خبرو اترو ته د زمينې جوړېدو پر مهال که د طالبانو د قطر دفتر په رسميت ونه پېژندل شي، د سعودي او نورو هېوادونو په پرتله ترکيه د داسې خبرو اترو لپاره مناسب ځای بلل کېږي؛ ځکه دا هېواد له طالبانو سره نسبي تفاهم لري او له پاکستان سره هم ښې اړيکې لري. له همدې کبله ترکيه د افغانستان د سولې په بهير کې هم رغند رول لوبولی شي.

د افغانستان او ترکيې د اړيکو راتلونکی د سياست د ډګر ترڅنګ په کلتوري او اقتصادي ډګرونو هم راڅرخي. دواړو هېوادونو سوداګريزه راکړه‌ورکړه په وروستيو کلونو کې له ځينو ستونزو سره مخ وه؛ خو له وروستيو هلو ځلو څخه داسې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې د پراخېدو او غوړېدو په حال کې دي.

له يوې خوا د ترکيې او سعودي ترمنځ په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د مشرۍ په تړاو هم سيالي روانه ده او له بلې خوا افغانستان د ترکيې لپاره خپل ځانګړی ارزښت هم لري. ځکه نو که څه هم په منځني ختيځ کې د ترکيې ښکېلتيا مخ په زياتېدو ده؛ خو دا چې سعودي عربستان ورو ورو په اسلامي نړۍ کې خپل نرم ځواک بايلي او ترکيه بيا د خپل نرم ځواک د زياتوالي ترڅنګ د اقتصادي پرمختګ له کبله هم پياوړې کېږي، له افغانستان سره هم د ترکيې اړيکې په ټولو برخو کې د پياوړتيا په لور روانې دي.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.