آی پي ایل: د راشد خان لوبډلې پرلپسې درېیمه بریا خپله کړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ وری، ۱۳۹۷ل): د هند په غوره لیګ سیالیو کې نن د راشد خان او کلکتې لوبډلو تر منځ سیالۍ ترسره شوه چې په کې د راشد لوبډله په پنځه ویکټو بریالۍ شوه.

ننۍ لوبه کې -چې د کلکتې ښار په ايډن ګارډن لوبغالي کې د کلکتې لوبډلې په کوربه توب ترسره شوه، پچه د راشد لوبډلې وګټله خو لومړی یې د کلکتې لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

لومړي کې د کلکتې لوبډلې په ۷ اورونو کې ۵۲ منډې جوړې کړې، چې وروسته د څه شیبې لپاره لوبه د ورښت له کبله ودریده خو وروسته پېل شوه، او د راشد لوبډلې په غوره توپ اچونه کلکتې توپوهونکو په شل اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځېدلو یوازې ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

راشد خان که څه هم په دغه لوبه کې کومه ویکټه ترلاسه نه کړه، خو نورو توپ اچونکو دده تشه ډکه کړه، او غوره توپ اچونه یې ترسره کړه، بووینشور کمار چې لومړۍ لوبه یې وه غوره توپ اچونه ترسره کړه او ۳ لوبغاړي يې وسوځول، همدا ډول شکیب الحسن او سټانلیک ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

په ځواب کې د راشد خان لوبډلې لخوا مشر کین ویلیمسن مسوولانه لوبه ترسره کړه، او د فشار پر وخت یې له شکیب الحسن سره ښه ملګرتیا وکړه چې لوبډله یې بریا ته نیږدې کړه، نوموړي ۵۰ او شکیب الحسن ۲۷ منډې جوړې کړې، په پای کې یې بریا د یوسف پټان په شپږیزه خپله کړه.

د یادونې وړ ده چې سنرایزز حیدر اباد لوبډلې لپاره په ټول آی پي ایل کې دا لومړۍ بریا وه چې د کلکتې په ایډن ګارډن لوبغالي کې يې خپله کړه، دغه لوبډله تر دې مهاله د پواینټس ټيبل په لومړي سر کې ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.