په سوریه کې څه تیریږي

ابو یاسر افغان

هلته چې د نړۍ ستر کفري زبر ځواکونه او سیمه اییز رقیبان یو د بل سره زورونه ازمایي، روسیه، امریکا، اسرائیل او فرانسه په کې خپلې جوړې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې تجربه کوي، ایران، ترکیه او سعودي عربستان په کې یو د بل سره سیمه ییز رقابتونه پالي، د سنيانو او شیعه ګانو جګړه، د ترکانو او کردانو جګړه، د امریکا او روس جګړه، د داعش او القاعدې جګړه او… لنډه دا چې د نړۍ په تاریخ داسې کومه بله بېلګه موندل که ناشوني نه وي، نو اسانه هم نه ده، چې په داسې کومه بله سیمه کې دې د نړۍ ابر قدرتونه دومره یو د بل سره ښکر په ښکر شوي وي او دومره ډېر رقیبان دې په دومره وړه سیمه کې یو د بل سره مخامخ شوي وي، خو متل دی چې د غوایانو په جنګ کې زیان کاڼو او بوټو ته رسیږي، سوریه هم همداسې یو حالت کې ده، هلته جګړه د نورو اجنبي خلکو ده، خو په کې قرباني د سوریي او سوریي ته نږدې د عراق، لبنان او یمن خلک ورکوي!!

امریکایان او روسان یو بل ته ګواښیږي، خو د دې پر ځای چې یو پر بل مستقیم یرغل وکړي، دواړه خواوې د سوریي عام ولس په نښه کوي، او د دوی زهرجنې کیمیاوي وسلې د سوریي د مظلومو مسلمانانو ژوند اخلي.

تازه خبرونه داسې دي چې امریکا په سوریه کې د بشار د رژیم پوځي مرکزونه په نښه کړي، خو د امریکا ویشتل شوي توغندي وړاندې تر لګېدو د روسانو لخوا شنډ او له کاره غورزول شوي دي.

دا جګړه چې نږدې یوه لسیزه یې پوره کیږي ټول زیان یې اسلامي امت ته اوړي، اسلامي هېوادونه خو په رأس کې داسې بدبخته حاکمان لري چې ټول یې د امریکا او یهودو په ملاتړ او تبلیغاتو تر دغه ځایه رسول شوي، نو هغوی هم فقط د یهودو ګټو ته ژمن دي، مګر ګیله له جهادي تمظیمونو کیږي، چې خپل اعتبار یې بایللی، چا د قطر او سعودي پسې ځان تړلی او چا د ترکیي او ایران پسې، شاید د دوی ټولو دلیل دا وي چې د امریکا او روسیې خلاف د دغو هېوادونو څخه مرسته اخیستل جایز دي، خو پوښتنه داده چې امریکا او روسیې ته، یا اسرائیلو ته په دا اته یا نهه کاله جګړه کې څومره زیان رسیدلی؟؟ اسلامي کانفرانس هم یواځې په نوم پاتې او نور فلج دی!! له یوې خوا اسرائیل ورځ تر بلې قوي کیږي چې همدا د ایران او مصر خوښه هم ده، د سعودي اوسني حکام هم د ایران سره په دې برخه کې شریک دریځ لري چې باید اسرائیل یو پر امن هېواد شي، په عربي او اسلامي نړۍ کې د اسرائیلو خلاف کرکه باید ختمه یا کمه شي، په همدي موضوع اوس ابن سلمان په شدت سره عمل کوي؛ خو له بلې خوا که وګورو حالات نور هم خرابیږي او داسې ښکاري چې امریکا او روسیه به یوه نه یوه ورځ دلته سره ښکېل کیږي او همدا د یهودو هڅه او هیله هم ده.

یهودي تنظیمونه او اسرائیل غواړي چې امریکا، اروپا او روسیه یو د بل سره واچوي، خو اوس یې دوی ټول د اسلام پرضد را یوځای کړي دي، دا د تاریخ تر ټولو عجیب باب دی چې صلیبیان، شیعه ګان او دهریان په یو ځای یواځې د یهودیانو د ګټو لپاره خونړۍ جګړه کوي، خپل حیثیت او خپل قوت قربانوي خو اسرائیل ساتي، دا بېشکه چې د یهودیانو مداریتوب او جادوګر سیاست دی، دا درې سره رقیبان یعني امریکا، روسیه او اروپا هم د یهودو د خپلسرۍ په مخ کې لږ خنډ جوړیږي، خو څلورم لورې چې تر ټولو ډېر مهم دی، هغه اسلام دی، نو که په اوسنۍ جګړه کې له دغو څلورو څخه هر یو زیانمن کیږي، ګټه یې اسرائیلي صیهونیستانو ته رسیږي.

له دې ټولو حقایقو وروسته د اسلامي نړۍ لپاره دا په کار ده چې نور خپل منځي اختلافات شاته کړي، او په دې کار وکړي چې د نړۍ د لویو زبر ځواکونو څخه سوریه او عربي جزیره خلاصه شي، که بالفرض کومه ورځ دا زبر ځواکونه سره نښلي، نو د سعودي، ترکیې، قطر او ورسره د ټولې عربي جزیرې خیر هم نشته، امریکا به هم دلته اتومي بمونه غورزوي او روسیه هم، اسرائیل به د خوشحالۍ اتڼونه کوي ځکه چې اسلامي نړۍ، امریکا، اروپا او روسیه کمزوري کیږي نو پر ټوله نړۍ د یهودي ریاست د قیام خوبونه رښتیا کیږي.

اوس خو د اسرائیلي یهودو لاسونه افغانستان ته هم را رسیدلي او روسیه وایي چې د امریکا سره د نښتې پر وخت به د امریکایانو مرکزونه هر ځای کې په نښه کړو، طبیعي ده چې افغانستان به هم د دوی له حملو محفوظ نه وي، ځکه خو په کار ده چې افغان ملت هم د امریکا د اشغال څخه د خلاصون لپاره یو موټی شي، دلته د امریکا موجودیت له افغانستان څخه هم سوریه جوړولای شي، لکه چې اوسنی حالت څه داسې نښې او علامې ښایي، که په سوریه کې بشار اسد د یهودو د ګټو ساتونکی او د خپل ولس مهاروونکی دی، نو دلته د ارګ لاټیان همداسې دي چې د امریکا او یهودو ګټو ته په هر څه ترجیح ورکوي او که دوی ته زیات وخت ورکړل شي، دوی به دلته هر یو له ځان یو بشار اسد جوړوي، احمق انسان به د دوی په شعارونو او خبرو غولیږي، دوی خو د یهودي فریمیسن روزل شوي جاسوسان دي چې د هماغو یهودیانو په تبلیغاتو او مرستو واک ته رسول شوي دي.

په پای کې به همدومره ووایم چې د اسلامي امت په منځ کې د ویښتابه او وحدت لپاره ډېر کار په کار دی، راځئ چې د دې هدف د تر لاسه کولو لپاره ټول په ګډه کار وکړو او د امریکا یا د امریکا د لاسپوڅو په درواغجنو شعارونو نور خپل ځانونه تیر نه باسو او د نړیوال اسلامي نظام د قیام لپاره په شریکه مبارزه وکړو، د جهادي تنظیمونو اتحاد د اسلامي امت لپاره داسې اړین دی لکه د ژوندي ساکښ لپاره اکسیجن، نو راځئ چې په واعتصمو بحبل الله جمیعاً وَّلاتفرَّقو….قرآني فرمان عمل وکړو او خپل حالت ته تغیر ورکړو، کنه نو تر دا اوسني حالت به هم ذلیل شو.

د نړیوال کفر د بشپړې ماتې په هیله.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.