افغانستان

د ډاکتر عبدالله وسلوالو د اشرف غني ملاتړي وژلي

نن ټکی آسیا: ولسمشرۍ ته نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله وسلوالو د ډاکتر اشرف غني احمدزي ملاتړي وژلي.

دغه وژنې د ټاکنو په ورځ شوي، په دغه ورځ ولسمشرۍ ته د نوماندانو د ملاتړو تر منځ د تاوتریخوالي زیات راپوونه ورکړل شوي.

په وژل شوو کسانو کې یو معلم دی چې په بدخشان ولایت کې د ډاکتر عبدالله وسلوالو لخوا ووژل شو. ځايي اوسېدونکي وايي چې  دغه معلم د سرقل یفتال په ولسوالۍ کې تر هغې وروسته ووژل شو چې اشرف غني ته يې رایه ورکړې وه.

د ډاکتر عبدالله وسلوالو همدا راز په ننګرهار ولایت کې هم په ولسي وګړو په یوه ډله ډزې وکړې. دغه ډزې د پخواني جهادي قومندان انجینر غفار ساتونکو په ماشومانو او ځوانانو چې د اشرف غني په ملاتړ یې شعارونه ورکول،  کړې وې. په ډزو کې د دوه کسانو چې یو يې ماشوم دی، د وژل کېدو او څو تنه نور کسان ژوبل شوي.

 تر ډزو وروسته سلګونو کسانو د انجینر غفار په ضد په مظاهرو لاس پورې کړ، دوی له دولته غوښتل چې انجینر غفار دې د ولسي وګړو د وژلو په جرم محاکمه شي. انجینر غفار په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استاځی دی او په ننګرهار کې د ډاکتر عبدالله په ملاتړ کار کوي.

همدا راز د لغمان په قرغیو کې په ولسي وګړو ډزې کړي چې په ترڅ کې ۵ ولسي وګړي وژل شوي.

د کابل امینه قومندان جنرال ظاهر چې د ډاکتر عبدالله کلک ملاتړی دی د ټاکنو د خپلواک کمېسون د دار الأنشاء رئیس ضیاء الحق امرخیل سره لفظي شخړه کړې او نوموړی یې نه دی پريښې چې هغه محلونو ته چې د رایو پاڼې په کې ختمې  او صندقونو يې ډک شوي وو، پاڼې او صندقونو پخپله ویسي.

اشرف غني احمدزي دغه بریدونه «ترهګر» ګڼلي او ویلي یې دي چې دولت باید ټول هغه وسلوالو چې په ولسي وګړو يې بریدکړی  محاکمه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x