د نیکمرغۍ راز

ژباړه: سیداحمد روحاني

یو وخت په یوه ښار کي یو نیک تاجر اوسیده، چي یو ځوان زوی یي درلود او همیشه به یي له غم، خفګان او بدۍ څخه شکایت کاوه.

تاجر غوښتل خپل زوی ته د نیکمرغۍ راز وښیي، نو یي لازمه وبلله چي خپل زوی د وخت مشهور حکیم ته واستوي ترڅو د نیکمرغۍ راز ورته وښیي.

ځوان زوی يي حکیم ته د ورتګ پر مهال ډیر پیاده مزل وکړ، کله چي د حکیم ماڼۍ ته وورسید، نو یوه لویه،لوړه او په ونو او ښایسته باغچو احاطه شوي ماڼۍ يي ولیده، داسي لکه د جنت یوه برخه چي وي.

ځوان چي کله د حکیم ماڼۍ ته ننوت، نو د حکیم شاوخوا یوه لویه ګڼه ګوڼه وه، دخپل نوبت تر رارسیدو پوري یي ډیر انتظار وکړ.

ځوان خپله مسئله حکیم ته وړاندي کړه، او ورڅخه یي وپوښتل: کولای شې ماته د نیکمرغۍ له راز څخه خبر راکړي؟

حکیم د ځوان د آګاهی او بیداری لپاره چوپ شو…او له لږ فکر کولو وروسته یي ځواب ورکړ: اوس له ما سره کافي وخت نشته ترڅو دا راز تاته وښیم، البته کولای شې بهر لاړ شې او د ماڼۍ په اطرافو کي سیر او د باغونو سیل وکړي، وروسته له دوو ساعتونو څخه بیرته ماته راشه ترڅو د نیکمرغۍ راز درته وښیم، خو پدې شرط چي د غوړیو نه ډکه یوه څمڅه درسره واخلي او په داسي حال کي یي واپس بیرته راوړې چي یو څاڅکی هم ورڅخه نه وي توی شوی.

ځوان بهر شو او د ماڼۍ په اطرافونو او ناحیو کي یي ګرځیدل پیل کړل.

له بشپړو دوو ساعتونو وروسته حکیم ته واپس راغی.

حکیم ورڅخه وپوښتل: آیا د ماڼۍ په منځ کي دي هغه ښایسته او له ګلونو ډکه باغچه ولیده؟

ځوان ځواب ورکړ: نه

حکیم بیا ورڅخه وپوښتل: ایا هغه د ماڼۍ ښایسته کتابخانه چي له قیمتي کتابونو څخه ډکه ده ولیده؟

ځوان ځواب ورکړ: نه

حکیم بیا وپوښتل: ایا هغه ښایسته او ارزښتمندي تحفې چي د ماڼۍ طرفونه ورباندي ډک وو ولیدې؟

ځوان بیا ځواب ورکړ: نه

حکیم ورڅخه وپوښتل: ولي؟

ځوان ځواب ورکړ: په ساده ګۍ سره! ځکه چي ما د غوړيو د توییدو له ویرې د غوړیو له څمڅې نه هیڅ سترګي پورته نکړې نو ما په ماڼۍ کي زما شاوخوا هیڅ ونه لیدل.

حکیم ورته وویل: بیرته وګرځه! او څه چي مي درنه وپوښتل هغه ټول وګوره او بیرته ماته راشه!

ځوان هم هماغسي وکړل څنګه چي حکیم ورته امر کړی وو.

ځوان د ماڼۍ د ښایست او ښکلا له لیدلو وروسته بیرته حکیم ته راوګرځید.

حکیم ورڅخه وپوښتل: راته ووایه اوس دي څه ولیدل؟

ځوان پداسي حال کي چي ژرژر یي ساه اخیستله د هغه زینت او ښکلا کیسه شروع کړه کوم چي لیدلې وه.

حکیم د ځوان په لاس کي د غوړیو څمڅې ته وکتل، ویي لیدل چي غوړي له څمڅې څخه توی شوي دي، نو ځوان ته یي وویل: وګوره! زویکیه! همدا د نیکمرغۍ راز دی.

پدې نړۍ کي چي موږ ژوند کوو الله تعالی موږ ته ډیر نعمتونه او ښکلاوي پیدا کړي دي، بلکي موږ اکثره وخت له هغو څخه نا خبره یو او نه یي وینو، او ددې سبب دادی چي موږ په وهمونو او کوچنیو مسائلو مشغول یو.

نیکمرغي داده چي نعمتونه وشمیرې، اندازه یي کړې او غوږ ورته کیږدې.

خپلو کوچنیو وهمونو ته پاملرنه مه کوه! نو څرنګه چي د نعمتونو او ښکلاوو طرف ته پاملرنه او توجه وکړې، نو ژر ده چي ټول غوړي به له څمڅې څخه توی شي، چي همدا وهمونه او غمونه دي.

د الله تعالی نعمتونه وشمېره او

د خالق جل جلاله شکر ادا کړه!…

د عالمیانو پالونکي لره حمد او ثنا ده…

ژر ده چي ته به د ځمکي پر سر یو ځل بیا ژوند وکړې!

که خطا درنه وشوه نو عذر وړاندي کړه او بخښنه وغواړه!

کله چي خوشحال شوې عبرت او پند واخله!

سخت او غلیظ کېژه مه!

او ډیره مهمه داده چي په ځان کي بغض،حسد،دښمنې او بدۍ مه ساته!

له الله تعالی سره اوسه، الله تعالی به له تا سره وي.

【كن مع الله يكن معك】

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الجاج استاذ بیانزی
میلمه
الجاج استاذ بیانزی

روحانی صاحب ډیره مننه ښکلی د عبرت ډکه قیصه دی په ډ‌یرو ساده او بسیطو چملو کی بیان کړی وه ، حیران ځکه ورته پاتی شوم چه زمونږ یو زوی د نرسنګ ښه دنده لری یعنی ښه معاش ورکوی. مګر څنګ کی ورته د نورو بزنسو مخه خلاصه ده دی ورته کافی وخت او بودیجه هم لری او هغوی چه تجربه لری او لاس اړونه به ورسره کوی هم ښته مګر هغه هماغه د غوړو هماغه ډکه څمڅی لاس کی نیولی بل کار ته زړه نه ښه کوی وایی همدا می بس دی نوره سردردی ځانته نه زیاتووم . زه… نور لوستل »