غـزل

مهاجر زاهد ساپي

په ملا لکه د مړاوي ګلاب خم درپسې مات یم
زبېښلی یم جانانه دا ستا غم درپسې مات یم

دننه مې وجود لکه چنار ایره ایره دی
ظاهر که ځینې څوک وایي چې کم درپسې مات یم

لا ستا د پښو تڼاکې پلونه شته په هغه لاره
طالبه ږدم پرې مات رامات قدم درپسې مات یم

دردونه، څړیکې، اوښکې مې د ژوند پاتې حصه ده
نور وتی یم د صبر او له زغم درپسې مات یم

د ورځې مې هم خیال له تانه بلې خواته نه ځي
خوبونه شوګیر واخلي د شپې هم درپسې مات یم

څو سوي پتنګان مې په اوږو تر تا راوړي
څراغ یمه سهاره! له تورتم درپسې مات یم

د ټول عمر هجران دې برخمن زاهد ساپی کړم
نا توانه، نا کراره یمه سم درپسې مات یم

ـــــــــــــــــــــــــــــــ
۱۰/اپریل/۲۰۱۸
ننګرهار

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د