پر مدرسې د بمبار په اړه د افغانستان د مجمع المدارس العربیة پریکړه لیک

بسم الله الرحمن الرحیم

په کندوز ولایت دښتی ارچی ولسوالۍ کی پرهاشمیه دینی مدرسې باندی د افغانستان د دولتی ځواکونو دمجرمانه حملې په تړاوچی تر68 نفرو ډیر بی ګناه مسلمانان پکښې شهیدان او تر199 ډیر ټپیان سوه چی ډیرئ یې ماشومان وه دافغانستان دمجمع المدارس العربیة پریکړه لیک.

مقدمه: دافغانستان دمجمع المدارس العربیة منتظمه هیئت د 1397 کال دحمل پر19 دیادی پیښی دپلټنی په موخه په کابل ولایت کی غونډه جوړه کړه.

وروسته تر بحث اوپلټنی پریکړه وسوه چی دمجمع المدارس العربیة منتظمه هیئت ټوله غړی دی د هغه ځای دعلماؤ، خلګو، او دشهیدانو دکورنیو سره دغم شریکۍ په موخه او دشهیدانو اوزخمیانو دشمیر او ددې پیښی دپیښیدو دڅرنګوالی دمعلومولو لپاره قندوز ته سفر وکړی او ددې بوږنوونکی پیښی حالات دی دنیژدی څخه وګوری.

چی الحمدلله ټاکل سوئ هیئت دپیښی ساحی ته ولاړئ اودهغه کمیسیون سره یې وکتل چی دقندوز دعلماؤ لخوا ټاکل سوئ وو او ددوی هغه آماده کړل سوئ راپور یې هم واوریدئ چی دوی په دوو ورځو کی جوړ کړئ وو.

وروسته یې دمدرسې دمهتمم او استادانو سره وکتل همدا راز یې دځینو شهیدانو اوټپیانو دخپلوانو سره هم وکتل چی په پایله کی لاندی نتیجوته ورسیدل او پدې پریکړه لیک کی دلاندی موادو دعلمی کولو غوښتونکی دی:

1- په یادی مدرسې کی چی کومه غونډه جوړ سویوه کاملا ملکی جلسه وه چی تقریبا د 2000 نفرو په تعداد علماء کرامو، عامو خلګو اوماشومانو ګډون پکښی کړئ وو اوپه هیڅ ډول نظامی حضور پدې جلسې کی ندئ لیدل سوئ چی داخبره دیاد هیئت لخوا په پوره اودقیقه توګه څیړل سوی او سیمی دخلګو لخوا هم پوره تأیید سویده.

2- ټوله هغه راپورنه چی پدې جلسه کی دنظامی حضور خبره کوی او یاهم ددې خبره کوی چی داسلامی امارت مشرانو اویاهم ددوی په وینا دګویټه دشورا غړو پکښی حضور درلودئ کاملا درواغ دی او دحقیقت څخه لیری دی، دمجمع المدارس هیئت دېته پوره آماده دئ چی ددوی د راپور دوراغ والئ په مستندو شواهدو او دسلګونو سپینږیرو اوعلماؤ په شاهدۍ باندی ثابت کړی.

دعلماؤ، دشهیدانو اوټپیانو دخپلوانو او دافغانستان دخلګو غوښتنی:

1- ددولت ټول لوړ پوړی چارواکی باید ددې پیښی په اړه په پوره توګه دمعذرت غوښتنه وکړی.

2- ددې پیښی جنایتکاره عاملین باید وپیژندل سی او په علنی توګه محاکمه کړل سی ځکه چی دغه سفاکو قاتلینو تر 68 ډیرإنسانان چی ډیرئ یې ماشومان وه شهیدان کړیدی تر199 ډیر یې ټپیان کړیدی.

3- دولتی چارواکی باید دعلماؤ اوملت سره ټینګ تعهد وکړی چی بیا به داسی پیښه نه تکراریږی اوپرداسی مراسمو ، مدرسو اومساجدو باندی به هیڅ وخت کی اوهیڅ صورت کی برید نکیږی.

4- دیته په کتلو سره چی په ټول افغانستان کی په خاصه توګه په قندوز کی ددې پیښی د څیړلو لپاره پوره او کافی کارسوئ دئ او داخبره بیله کوم شک اوتردیده ثابته سوېده چی دا غونډه یوه ملکی اوعادی غونډه وه ، بمبار ورباندی اسلامی مقدساتو او قرآن شریف ته پوره توهین وو اود پوره وخت په ورکولو سره دا راپور دقندوز دوالی په شمول مرکزی حکومت ته هم رسول سوئ دئ دافغانستان ټول علماء ددې اعلان کوی چی زموږ بله غونډه د دوشنبه په ورځ 27 دحمل دافغانستان د روحانیت دټولنی په مرکز هرات ولایت کی نیول کیږی.

که دولت تریادی نیټی پوری په پریکړه لیک کی لیکل سوی غوښـتنی عملی نکړی نو دعلماؤ اومسلمان ولس عملی خبرګون او ټولنیزو احتجاجونو ته دی منتظر وسی ددې ورسته چی هرڅومره بد عواقب راځی مسئولیت یې خپله دحکومت پرغاړه دئ.

د افغانستان علماء خپل مسلمان ولس ته ددې اطمینان ورکوی چی إن شاء الله ددې مجرمینو ترمجازات کولو پوری به آرام نه کښینی او خپل ټوله توان اوطاقت به پدې لاره کی مصرفوی.

د افغانستان د مجمع المدارس العربیة مرکزی دفتر کابل افغانستان 21 حمل 1397

2 تبصرې

  1. شاعرعَــمَّار

    السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    ښه خبره ده

  2. شاعرعَــمَّار

    ….قرآن په وینورنګ دی …….

    شاعر عَـــمَّــــارهروی

    زمــوږزړګې بـه څـنګه نـه دردیـږی
    زمــوږبـه اوښــــکي ولی نـه بهـیږی
    داچی جومات اومــحراب ړنګ دی
    زمــــوږ قــــرآن پـــه ینـو رنـګ دی

    چی مـدرسه اودیـوالونه سـوه وران
    زمــــوږ دکـــــلی محفــلــونه ویـران
    ددی وحشی ظـالم وحشی بمـبارکی
    ویــنولت پت کـــړه دقرآن حافـظان
    دغــه دښـــــمن دذوالـــجلال یادوم
    دغــه دخـــپل عــــصردجــال یادوم
    ډیــربی غــــیرتــه دی بی نـــنګ دی

    دلــته تـــورســــری نــــاوکئ پـه ژړا
    څــــه بـوری مندی اوخورکی په ژړا
    درتـــه یی لـــفی دی کــــږی نــیولی
    دظــالــــم کــورکړه نورخراب یاالله
    کــــړه یی قــــــبولـــه دادعـاڅښتنه
    دغـــه دخـــــوږوزړو دواڅــــښــتنه
    نن هــــــــــرنفس سینه کی تنګ دی

    دغــه دزور ماڼی یی ورانـه کـــړه تـه
    لکه چی دوی زموږ کورونه وران کړه
    تــه کـــــړه نــاکام دغــه مغروره لعین
    زمــــــوږ قــساط ورڅخه واخله ربـه
    ســتادقـــــرآن پـاڼی پرتی خـاوروکی
    هــم دایــمــان ډکی سینی خـاوروکی
    پـــرمــــــــوږ حـاکم داسی بدرنګ دی

    زمــــوږ داخـوارافغانستان کړه آباد
    کـــــــړه پاکه ربه دښمنان یی برباد
    ومـــــوږتـــه راکـــړه آزادی خــالقه
    ومــــــوږتــه راکـــــــړه اتفاق اتحاد
    زمــوږ په منځ کــی ورورولـی راوله
    دمـیـنی ډکـــه خـــــوشحـالی راولـه
    له ظـــالمــانــــوســــــره جــنـګ دی

    یـوځل رپان کـــړه دغه ښکلی بیرغ
    دغــه حســـین دغــه سپیڅلی بیرغ
    چی پـــــری لـــیکـلی کلـمـه دتوحید
    دحـــــق نـــشــان دغـــه منلی بیرغ
    پرټول جهان یی کړه سرلوړی طالب
    دعَــــمَّارزړه دی داښـــــاغــلی طالب
    جـــــانــــان دجـــګوغــــروملنګ دی

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.