پښــــتو ادب

د لنډې کیسې کرکټر ـ دویمه برخه

پيل

 موږداخبره بېخې ډېره کوو چې که د دېوال بېخ سم کېنښودل شي پورته دېوال سم نه راځي.په لنډه کيسه کې پيل د دېوال دبېخ حيثيت لري.دټولې کيسې دکاميابۍ ډېره سلنه په پيل پورې تړلې ده.ښه پيل دلنډې کيسې دلوستلو له پاره ښه لاره ده.ځينې مبتدي ليکوال ډېروخت د کيسې پيل په منظرکشى کوي.اوداچې دهغوى دلنډې کيسه ليکنې پيل وي ځکه خو منظرکشي هم هغسې لکه څنګه چې ښايې نه شي انځورولاى.

 دلنډې کيسې دپيل په اړه څېړنوال سيدمحى الدين هاشمي په (دنثري ادب ډولونه)کې ليکي:

  (يوه لاره داده چې ليکوال له پاى څخه پيل کوي اودليکوالۍ په فني اوتخنيکي مهارت پيل ته راځي اوبياپه کيسه کې دشاملې موضوع تفصيل بشپړوي.)  دهاشمي صيب پورتنۍ لاره دمبتدي ليکوال له پاره ښايې سخته وي.خونوروته يوه ښه لاره ده.مثلاښاغلي نصيراحمداحمدي د(قاتل) په نامه کيسه په همدې لاره له پاى څخه راشروکړې ده:

[ ((يوقاتل په اعدام محکوم شو!)) داعنوان دورځپاڼې په لومړي مخ کې ليکلى و. نوره ليکنه مې ولوسته: ((تېره مياشت يوه بېسواده کليوال دښارمشهور ډاکټر…په سګرټ دانۍ وويشت، ډاکټرپرسرولګيد، ځاى پرځاى يې سا ورکړه ،قاتل له مقاومته پرته پوليسو ونيو ،پرون يوې محکمې دپانسي حکم ورته واوراوه.))]  په پورته کيسه کې چې  دپاى څخه يې پيل شوى دى.

د يوه کليوال له خوايو مشهورډاکټروژل شوى اوبيا د هغه پرسرکليوال اعدام شوى.دغه پيل داګټه  لري چې د کيسې لوستلو ته لوستونکى مجبوروي. دبې سواده کليوال له يوه مشهورډاکټرسره څه دښمني وه؟ ولې يې په بل شي نه واژه؟ ولې يې تېښته ونه کړه؟ ولې يې له پوليسوسره مقاومت ونه کړ؟ او… دې ته ورته ډېرې نور پوښتنې سړى مجبوروي چې کيسه ټوله ولولي.  په دې کيسه کې کليوال ډاکټرځکه وژلى چې دهغه دځوان زوى تداوي يې نه کوله زرګونه افغانۍ يې غوښتې ..هغه مرګي حاله پروت وو،اوډاکټرپه تلفون کې په خنداخبرې کولې.دسړي زوى مري اوزړه يې درد کوي.ډاکټر په پوره زو ر په سګرټ دانۍ ولي ،هغه مړکېږي اودى پوليس نيسي.اعدامېږي. موږکه په ورځني ژوندکې په عادي خبروکې چاته داکيسه کولاى خامخابه مو له هغه ځايه راپيلوله چې دکليوال زو ى ته ناروغي پيداکېږي.په کلي کې په دم دواپسې ګرځي ،باالاخره يې ډاکټرته وړي ،ډاکټر دکليوا ل پنډکس شو ى زوى په زرګونه افغانۍ عمليات کوي. دى يې نه لري.زوى يې مري ده ته قهر ورځي ډاکټر په سګرټ دانۍ ولي. هغه مري ،پوليس راځي کليوال نيسي.اوبيايې اعداموي. مقابل لوري که ايله يو اسويلی وکړ،مګرکه داحمدي  صيب ياده کيسه څوک ولولي،څوشېبې سړی همداسې په سوچ کې پرېږدي، لکه خپله لوستونکي يادهغه نږدې دوست ته چې دغه پېښه ورشوې وي. پخپله نصيراحمداحمدي دپيل له پاره څولار ې نور ې راپه ګوته کوي :

 پر ډيالوګ پيل.

 په تصوير پيل.

 پرپوښتنه پيل. 

 پرمتضادونظرونوپيل.

چې په ترتيب سره يې مثالونه لاندې راوړو:

• په ډيالوګ پيل: -ولې خوتاويل چې زه يې درکوم. -وراره!ماخودرته ويلي وو،چې کاروکړه بيايې درکوم.تا مارلنډى کړخومړدې نه کړ. -ماخوخپله وسه کړې ده.چې دهغه نه وه پوره ،زماڅه ګناده؟ • په تصوير پيل: دکلي په څنډه کې له ګوښه ،خړ،کوچني کوره لوخړې پورته کېدي.لوګيو يې په اسمان کې وريځ جوړه کړې وه.دسرولمبوله منځه دښځې سو ې کړيکې راتلي ،ټول کلي په هغه خوامنډې وهلې…

• پرپوښتنه پيل:  لکه د ډيالوګ په مثال کې. •

پرمتضادونظرونوپيل: په توروګڼووېښتوکې يې شاته لاس تېرکړ،دسګريټ دلوګي په نيمايې کې يې وويل: _ياره!داخوزماله وسه تېره ده.زه په هغه خوابېخې بلدنه يم. په حوصله يې ورته وويل: _ولې ته خودومره بې زړه نه وي؟ -دابې زړه توب نه ده.هرکارمې درته کړى اودغه… -دغه تربل هرکااسانه ده.ته په دې مه وارخطاکېږه چې ترهيواده څوکليومتره وځې.

تلوسه

 لکه پورته چې موياد ونه وکړه،په لنډه کيسه کې تلوسه بايدله نومه پيل شي،په يېل کې بايدداسې نوم ورته وټاکوچې لوستونکى مجبورشي کيسه لوستل پيل کړي. زموږ ديوه ملګري ديوې لنډې کيسې نوم(مجرم) و،کله چې په ژوند ادبي بهير کې کره کتنې ته وړاندې کړه.يوچايې په نوم نيوکه کړه.چې دانونږدې درېيمه حصه کيسه سړي ته بيانوي.خوزماپه اندداله يوې خواښه نوم وو،ځکه لوستونکى مجبورېږي غواړي ځان پوى کړي چې يوه مجرم څه جرم کړى؟څنګه پرې ثبوت شو؟څه به ورسره شوي وي؟ ولې يې جرم کړى؟…  خوله دې سره _سره دغه نوم يوڅه عمومي دى.

په هغه کيسه کې جرم داوو چې يو ځوان دپوليس له خوا په چرسوروږدى کېږي.اوبياڅه وخت وروسته په داسې حال کې نيول کېږي.چې نيوونکې پوليس يې په چرسونشه وو.دغسې کيسې ته نورنومونه هم پيداکېدلاى شواى .په ياد نوم يوچالاداتبصره  هم وکړه.چې ليکوال ته چرس څکول ريښتياهم يوغټ جرم ښکاره شوى .ځکه يې دنوم هم مجرم ورکړى،دهغه په خبره داخو يوه عامه خبره ده.چې پوليس عموما چرس څکوي.  له دې مثاله مې مؤخه داده چې نوم نه بايددومره لوڅ  وي چې لوستونکى په سرکې پوى شي چې په کيسه کې څه دي؟اونه هم بايد دومره پټ وي چې له کيسې سره يې لوستونکى ارتباط نه شي پيداکولاى.

 تلوسه  په ټوله کيسه کې مهمه ده،داچې تلوسه څه وړپه پيل کې وساتو؟ دپيل په اړه چې موخبرې وکړي، که په نظرکې ونيول شي .اوديوې کيسې پيل په يادو لارو وشي هرو مروبه دنورې لنډې کيسې دلوستلو تلوسه په کې وي.دلنډې کيسې په منځ کې هم بايد تلوسه وساتل شي.خوداسې نه چې لوستونکى دافکروکړي چې ليکوال ګوندې په لوى لاس څه رانه پټوي.

ورو روربايدلوستونکى پاى ته ورنږدې کړو.دغه پاى بايد دتلوسې هم پاى وي..ډېرى ليکوال دانظرلري چې دتلوسې پاى يادغوټې خلاصون بايد دلنډې کيسې وروستۍ جمله وي.داسې نه وي چې له هغه وروسته ليکوال خپل نظر يا…ورسرشريک کړي. پاتې شته…

لیکوال: دادمحمد ناوک

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x