د ښې روغتیا لپاره ځانګړي شلومبې / ویډیو

د روغتیايي شلومبو دا نسخه قدوسي صاحب پر خپل فیسبوک پاڼه نشر کړې، او وايي چې لاندي ګټې لري:

۱) په ۲۰ شپو کي مي وزن ۶ کيلو کم شوی.

۲) د بدن دردونه عموما، د څټ درد، د اوږو درد، د مړوندونو برېښ، دګونډو برېښ، ختم

۳) شوګر مخکي په نهاره تر ۲۰۰ پورته اوس ۱۵۰ ـ ۱۶۰

۴) معده بالکل هوسا او فعاله، نه قبض نه اسهال نه سوځېدل نه درد او نه هوا.

۵) جسم چست طبیعت برابر .

هر ډول د شوګر عوارض ختم الحمد لله

د شلومبو جوړولو طریقه:

مستې څلور کیلو

ادرک یو پاو

دهنیا یوه ګېډۍ

پودینه يوه ګېډۍ

اوږه یو پاو

ليمو نیم کیلو

سرکه ۲۰۰ ګرامه

زیتون تيل ۴۰۰ ګرامه

بادرنګ يوه کیلو

داټول په مکسر کي واچوه ښه یي واړه کړه او روغتیا بښونکي چټني ترې جوړي کړه په قريحې کې درته وساته د اړتیا په وخت کي دوه برخي اوبه له يوې برخي چکني سره ګډوه او دا خوندوري شلومبې په مزه مزه څښه هم تنده ماتوي او هم دي روغتیا ته ګټه رسوي

(نوټ) مالګه پکي نشته ځکه چي سرکه او لېمو بالکل کفايت کوي.

د جوړولو طریقه یې لاندي په ویډیو کې هم کتلای شئ:

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.