مه کوه په چا، چې و به شي په تا

ژباړه: غنچه ګل ارمان

يوې بېوزلې ښځې په بازار کې د غوا غوړي خرڅول چې يو لوييجن او کبرجن سړی په مخه ورغی. سړي په لوييجن انداز کې غږ پرې وکړ چې وه ديګي والا څه شی خرڅوې؟

هغې ور ته وويل چې وروره اصيل غوړي خرڅوم.

هغه ور ته وويل چې ته يې وښيه.

ښځې چې دېګی له سره کوزاوو، لږ غوړي ترې په تېروتنې کې د سړي پر کاليو توی شول.

سړی په غوسه شو او ښځې ته يې وويل چې والله که قدم را نه واخلې چې د کاليو تاوان دې نه وي راکړی.

ښځې ور ته وويل چې څو کيږي؟

هغه ور ته وويل چې زر روپۍ.

ښځې زارۍ ور ته وکړې چې زه خو غريبه ښځه يم، د بچيانو له خولې مې شيدې او مستې سپمولي او دا غوړي مې ترې ايستي، زه به زر روپۍ له کومه کړم؟

سړي ور ته وويل چې ما ته دې د غريبۍ مريبۍ غم نه راځي، د کاليو تاوان مې راکړه.

ښځې زارۍ ور ته کولې چې خير دی مه مې شرموه، او سړي دوه پښې له ګرېوانه اېستې وې چې نه زما کالي دې غوړ کړي تاوان يې راکړه.

په دې وخت کې يو ځوان راغی، له ښځې يې پوښتنه وکړه چې ابۍ څه خبره ده؟

هغې جريان ور ته تېر کړ.

ځوان سړي ته وويل چې خير دی، پرې يې ږده، غريبه ښځه ده، کالي دې لږ غوړ شوي، په يوه کش سابون پاکيږي.

سړي ور ته وويل چې دومره غيرتي يې ته د هغې په ځای تاوان راکړه.

ځوان له جېبه زر روپۍ را واېستې او هغه لوييجن سړي ته يې ورکړې. هغه هم پيسې په جېب ومنډلې او روان شو. سړی چې روان شو، ځوان يې پر اوږه لاس کېښود او ور ته ويې ويل چې دې خوا ګوره چېرته روان شوې؟

هغه ور ته وويل چې څه مې کوې؟ چېرته به ځم!

ځوان ور ته وويل چې د کاليو تاوان خو دې واخيست؟

سړي ور ته وويل چې هو، وامې خيست.

ځوان ور ته وويل چې کالي نو څه شول؟

هغه ور ته وويل د څه شي کالي؟

ځوان ور ته وويل چې دا تاوان مې يې درکړ، دا کالي يادوم. چټک کالي وباسه که نه اوس کالي هم در نه باسم او څرمنه هم.

هغه وويل چې د خدای په لحاظ شرمېږم.

ځوان ور ته وويل چې شرم مرم دې نه پېژنم، ژر کوه کالي باسه.

سړي وويل چې که کالي و نه باسم؟

هغه ور ته وويل چې يا به يې قيمت راکوې او يا دې څرمنه باسم.

سړي له جېبه زر روپۍ را واېستې چې هں دغه واخله.

ځوان ور ته وويل چې زه مې خپل کالي په زر روپۍ نه خرڅوم. چې له دوو زرو نه يوه روپۍ کمه وي هم نه يې اخلم.

سړي وويل چې دا خو ډېرې دي.

ځوان ور ته وويل چې ښه نو بيا کالي وباسه.

سړي ور ته وويل چې تا زما شرم ته ايښې؟

ځوان ور ته وويل چې تا د دغې غريبې ښځې شرم ته ايښې وه!

بالآخره سړی اړ شو چې دوه زره روپۍ ځوان ته ورکړي.

ځوان زر روپۍ خپل جېب کې کېښودې او زر روپۍ يې هغې ښځې ته ورکړې. او سړي ته يې وويل چې ځه نور دې رنګ و نه وينم.

درس:

سړی بايد له کمزورو او بې خولې خلکو سره داسې چلن وکړي چې څنګه يې پر ځان پېرزو وي. ښکرور دې په دې بهانه د چا د حيثيت تر پښو لاندې کولو هڅه نه کوي چې دا کونډۍ اوزه به نو زما څه وکړي. کېدی شي خدای داسې ښکرور پرې را نازل کړي چې داسې درس ورکړي چې د خپل نوم غوندې به يې تل ياد ساتي.

خلکو ته بې ځايه خپل زور ښودل ناځواني ده، مګر کله يې چې اړتيا وي او کله چې د بې ګناه انسان عزت له پښو لاندې کيږي، هلته يې بيا پټول بې غيرتي ده.

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.