
غزل/ شاعر” عبدالقدوس فاتح
خود به د يـار په إشــــــارې باندې لا نه پوهيږي
چې د أشنـــا پخـې وعـــدې باندې لا نه پوهيږي
دا غلامــان شرميـږي هم نه چې پـرې فخـر کوي
که د مــــــلالې په کيــسې باندې لا نه پوهيږي
هغه عاشق نه دی چې عشق کې دردېدلی نه وي
چې لا د اوښکـو په چينــــې باندې لا نه پوهيږي
مونږ ته قلـم قلـم کـــوي خپــله ايټـــم جوړوي
ته به وا دوی په توپانچـــــې باندې لا نه پوهيږي
دا بـه نو ښۀ بيا د ولـس په غم خفـــه وګڼـــم
څوک چې تر اوسـه جنـــازې باندې لا نه پوهیږي
طالب ښه سم په إسلامي سياست پوهيږي خو که
ستا غلامي سياست وي ، دې باندې لا نه پوهيږي
هغوی به څنګه د رديــف او وزن خيــال وساتي
څوک چې « فاتحه » په قافيې باندې لا نه پوهيږي
پای.