د باور لوښی

ژباړه: غنچه ګل ارمان

يوه سړي يوه پنډي ته وويل چې دغه شيشه يي لوښي خو تر کوره را سره يوسه. په بدل کې به يې درې داسې خبرې در ته وکړم چې ټول عمر به يې ګټه در رسيږي. پنډي هم له ځان سره فکر وکړ چې هسې خو هم پنډي ته څوک چندان پيسې نه ورکوي، کېدی شي چې دا خبرې له هغو لږ پيسو ډېرې ګټورې وي. هماغه وو چې ور سره ويې منله.

سړی مخکې دی او پنډي يې تر شا لوښي په شا روان دی. درېيمه برخه لاره يې چې ووهله، سړي ته يې وويل چې لومړۍ خبره دې را ته وکړه.

هغه ور ته وويل چې که چا در ته وويل چې لوږه له مړښته ښه ده، مه يې ور سره منه، دروغ وايي.

پنډي ته خبرې چندان خوند ور نه کړ، خو سر يې ور ته وخوځاوو چې سمه ده.

نيمايي لاره يې چې ووهله، پنډي سړي ته وويل چې دويمه خبره دې کوه.

هغه ور ته وويل چې که چا در ته وويل چې پلی تګ له سپاره تګ نه ښه دی، نو مه يې ور سره منه، دروغ وايي.

هغه بيا زړه نازړه سر وخوځاوو او ويې ويل چې سمه ده.

کله يې چې لوښي د کور مخې ته ورسول، ور ته ويې ويل چې وايه وروستۍ خبره دې.
هغه ور ته وويل چې که چا در ته وويل چې له تا نه يې ارزانه پنډي پيدا کړی، مه يې ور سره منه، دروغ وايي.

پنډي چې وليدل چې هغه دوه خبرې خو يې بې ګټې وې، او دا درېيمه يې بيخي سپکاوی وو، له ځان سره يې فکر وکړ چې ښه ده خو زما له خوش باورۍ نه دومره ناوړه ګټه واخيسته او نه يوازې دا چې مزدوري يې را نه کړه او د ګټې هغه خبرې يې را و نه ښودې چې وعده يې را سره کړې وه، بلکې ما ته يې د بې عقل فکر هم وکړ، او داسې کار بې غچه پرېښودل نه دي په کار. هماغه وو چې د لوښو والا ته يې وويل چې زه هم يوه خبره در ته وکړم چې علم دې پرې زيات شي؟ هغه وويل چې هو. پنډي لوښي پورته کړل او پر ځمکې يې وويشتل. بيا يې سړي ته مخ کړ او ور ته ويې ويل چې که چا در ته وويل چې په دې لوښو کې يو لوښی هم روغ پاتې دی او نه دی مات شوی، مه يې ور سره منه، دروغ وايي.

نور يې څادر څنډ واهه، او په تلو، تلو کې يې سړي ته وويل: تا زما د باور لوښی مات کړ، او ما ستا ښيښه يي لوښي.

درس:

که څوک غواړي چې په ژوند کې بريالی شي، بايد د نورو د باور له ماتولو ځان وساتي او نورو ته د بې عقل ګُمان و نه کړي. دا خبره ډېره د هغو سياستوالو په اړه صدق کوي چې ولس ته د لېوني فکر کوي او غواړي چې په دروغجنو ژمنو يې تېر باسي، يوازې خپل ځان پرې تر چوکۍ ورسوي او له هغه ځايه يې بېنوا رخصت کړي. مګر دوی بايد دا هېر نه کړي چې د دوی د قدرت لوښي هم د ولس پر اوږو بار دي، که يو وار يې اوږې وخوځولې، نه به يې قدرت پاتې وي او نه به يې حيثيت.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د