نظــر

محصلینو ته!

په کلو او بانډو کې چې کله د مازیګر لمونځ وشي خلګ د جومات نه بهر په وړه چوتره کېني، په دې ناسته  کې هر سړی خپله ورځنۍ ډائري له نورو کلیوالو سره شریکه وي، چې زیاتره د کوږدې، واده، زوکړي، کر اوکروندې، د هوا بدلون او څو نوري  داسي موضوع ګاني پکي څېړل کیږي. خو ډېر ځله خبره پکي غیبت درواغو او هسي چټي خبرو ته هم ورسیږي.

کله نا کله د مازیګر له لمر لوېدو سره سم د یوه کلیوال له کوره غړی جومات ته واستول شي. کلیوال چې د غړي خوږ او غوره بوی د سپوږمو له لاري په دماغ کې د بوی د څارلو څانګي ته ورسوي، نو یې طبیعت نور هم تازه او نورماله شي او له یو بل سره نوري ناولده غوري پېل کړي په دې وخت کې یو سپیږري خپل څنګ لوري ته ورپه غوږ شي چې نسوار به وي درسره؟ نسوار مي خلاس شوي، خپل څنګلوری سمدستي خبره ور غبرګه کړي چې ته خو هم کله خپل دبلی ډکوه…..

پدې ناسته کې ډیري ناولده او له پنده ډکي کیسې هم بیانیږي، چې له هغو ځخه یوه یې وس هم زما په زهن کي پرته ده.

سپینږیرو به کیسه کوله چې یو وخت په کلي کې مړی شوی وو کلیوالو جنازه د هديرې په لور په خپلو اوږو اخیستې وه، چې یو ناڅاپه  په نږدې کلي کې د ډول غږ واورېدل شو، د جنازې خلګو له جنازې څخه کلي ته یو په واک سړی ورواستاوه چې کلیوالو ته دا پیغام ورسوي چې ډول بند کې یا لږ  په ورو ورو یې ودرزوي، سړی چې ډېر په منډه او تلوار ورغۍ نو ډمانو ته يې و ویل چې لږ سوکه، بیا یې وویل لږ سوکه په درېیم وار د هم خپله سدري له ځانه لري کړه او په اتڼ ورګډ شو او داسي پکي و څرخېدی چې خپله ډول وهونکي هم ورته ګوته په غاښ وو.

زموږ پخواني سپیږیري متل کوي چې خبره تر خبري یادیږي، ماته دا کیسه د تازه فارغه شوو افغان محصلینو په اړه را یاده شوه.
ډېر خوشاله شوم چې افغانانو په بېلا بېلو فاکلتو کې خپلي درسونه په کامیابۍ سره پای ته رسولي دي، اوس به نور دین او وطن ته د خدمت لپاره خپلي پیاوړې مټي په کار اچوي، د دوی کورنۍ به ډېر خوشاله وي ځکه چې اوس د دوی د ثمر وخت دی،  د دوی د کورنۍ په څېر د دوی  ملګري، قریبانو او ټولو هیواد وال دوی  خوشالي کوي  او خپلي له امیدونو نه ډکي سترګي يې د دوی لوري ته نیولې دي، زه هم د دوی د مشر ورور په حیث له دوی څخه یوه هیله لرم. مخکي له دې چې زه خپله هیله بیان کړم د محصلینو په اړه یو څه وضاحت کوم.

محصلین په درې ډوله دي، یوه ډله یې هغه ده چې په کلکه د اوسني دولت مخالفین دي او دا عزم لري چې تر څو خارجي قواوي په هیواد کې وجود لري هيڅکله به دولتي کارونو ته زړه نه ښه کوي. بله ډله بیا هغه ده چې دوی افغانستان ته راغلي یرغلګرو ته ښه راغلاست واي او دوی له هغوی سره وږه په وږه د کار کولو اراده لري. درېمه یې هغه ډله ده چې د اوسني دولت په کلکه مخالف دي خو دولتي کارونه د دې له امله کوي چې د دوی په نظر دوی به کېدای شي له همدې لاري د ننه په دولت کې دین ته خدمت وکې او د یرغلګرو په شړلو کې به مرسته وکې.

زه اولو دوو ډلو ته په دې مقاله کې هیڅ نه لیکم، زه یوازي له درېیمي ډلي نه دا هیله کوم چې دوی باید په ډېر احتیاط سره خپل قدم اوچت کې، ځکه چې خدای مکړه هسي نه وي چې دوی په ښه نیت له کوره وتلي وي خو بیا د فتري مشکلات، کورني مشکلات او اقتصادي مشکلات دوی په کوم بل لوري ټېل وهي او بیا د دوهمي ډلي په اتڼ ورګډ شي چې په نتېجه کې به خپلو افکارو ته هم بد وایي، ځکه چې ډېر خپل ملګري مي لیدلي دي چې اوس نه یوازي دا چې د دوی دي بلکه له ډېرو زهني کړاوونو سره مخامخ دي. او دا مي هم اورېدلي دي چې چوکۍ ډېره خوږه وي او ډالر بیا تر چوکۍ هم ډېر خواږه وي.

محمود احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x