fbpx

خوست: د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): د خوست امنیتي چارواکي وايي چې نن د یکشنبې په ورځ سهار پاکستاني ځواکونو د ځاځي میدان ولسوالۍ د جنډو او نازو پر غونډیو میشت افغان ځواکونو باندي د سپکو او درنو وسلو ډزي وکړې چې په ځواب کې افغان ځواکونو هم ډزي وکړې او جګړه را منځته شوه.

د خوست امنیه قومندانۍ سرپرست عبدالحنان ځدراڼ رسنیو ته ویلي چې د ډزو په دغه تبادله او جګړه کې قومي خلکو هم د سرحدي پولیسو ملاتړ کړی او د پاکستاني ملیشو د وړاندي راتګ مخنیوی یې کړی دی.

نوموړي وویل چې د ځاځي میدان د جنډو غره او نازو غره ته پاکستاني ملیشې را پورته شوې چې د قومي خلکو او سرحدي پولیسو د ممانعت سره تر مخکې کیدو وروسته یې ډزې پیل کړې او په ترڅ کې يې د جګړه را منځته شوه چې په وینا یې تر اوسه دوام لري.

ویل کیږي چې د ځاځي میدان ولسوالۍ یو شمیر ځوانان هم په وسلو سمبال سیمې ته رسیدلي او د سرحدي پولیسو ملاتړ یې کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د