د دشتې ارچې پر مدرسې د بمبارۍ پایلې ولي ځنډول کیږي؟!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

تیره ورځ د دشتې ارچې پر مدرسې د تر سره شوې بمبارۍ د پایلو د اعلانولو وروستۍ ورځ وه چې له بده مرغه د نامعلومو وجوهاتو له امله اعلان نه شوې.

اجرائیه رئیس ډاکټر عبد الله د هغو د معطلې لامل د امنیت شورای ته د یادو پایلو نه رسیدل و بلل، مګر ښايي د ځنډ لامل یې نور داسي وجوهات وي چې اعلانول یې د حکومت د مزیدې افتضاح موجب ګرځي ، ځکه به دوی کوښښ وکړي چې یایې بالکل اعلان نه کړي او یا یې کم تر کمه تر هغو وځنډوي چې تر همدې فاجعې یوه بله خونړۍ واقعه رامنځته او دا د خلګو ور پوري هیره شي.

د دشت ارچي په پیښه کې دوه ټکي ډیر مهم او د پاموړ دي:

لومړی دا چې یاده فاجعه د امریکايي ځواکونو لخوا تر سره او دولتي ځواکونو یې نیابتا مسؤلیت په غاړه واخیست.

دوهم دا چې یاده بمباري په عمدي ډول د یوې دینې مدرسې د حافظانو او د هغوی د ښوونکو د وژلو په غرض تر سره شوه چې په سلګونو حافظان او د هغوي ښوونکي ورکې مړه او ژوبل شول مګر دولتي ویاندویانو هغه د وسله والو طالبانو پر پوځي مراسمو برید اعلان کړ او په هغه کې وژل شوي کسان يي هم ټول د طالبانو لوړپوړي چارواکي وبلل.

اوس چې د پیښې عیني شاهدانو سیمې ته ورغلیو خبریالانو او همدا راز دولتي پلاوي ته د پیښې واقعي جریان ووایو او هغه په ټوله معنی د هغه څه خلاف و کوم چې یې دولتي ویاندویانو ادعاء کوله ځکه نو دولت مجبوریږي چې د پیښې اصلي پایلې وځنډوي.

د دشت ارچې پر مدرسې بمبارۍ داسې یوه خونړۍ او وحشیانه پیښه ده چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې بیلګه نه ده لیدل شوې، ځکه نو که ګډ حکومت د هر ملحوظ له مخې د هغې پایلې ځنډوي او یا یې د پټولو کوښښ کوي باید ولسي خلګ په تیره دیني عالمان ، د علماوو شورا او په هیواد کې د دیني مدارسو اتحادیې د دې جنګي جنایت د را برسیره کولو او د هغوي د عاملینو د محاکمه کولو لپاره لاس په کار شي تر څو مو په راتلونکي کې دیني مدارس او د دیني شعائرو د زدکړې مراکز یو ځل بیا د تروریستي مراکزو په پلمه د هوایی بریدونو هدف نه شی.

تبصره وکړئ

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د