نړۍ

سنډې ټايمز: د عراق او شام اسلامي دولت بريتانوي غړي لندن کې جهاد پیلوي

نن ټکی اسيا: له لندنه خپريدونکې اوونيزې سنډې ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې د اسلامي دولت بريتانوي، غړي غواړي، بريتانا کې د جهاد رپی پورته د اوسني نظام پر خلاف جګړه پيل کړي. سنډې ټايمز د اسلامي دولت د بريتانوي غړو له قوله ليکلي، چې دوی به د بريتانيا راتلونکې پارلماني ټاکنې ګډې وډې کړي، تر څو د اسلامي رپی د بريتانيا پر پالمان “ډاودنينګ سټريت” ورپيږي.

سنډې ټايمز د اسلامي دولت د يو بل بريتانوي، غړي له قوله وايي،چې ډېر ژر به بريتانيا کې د امريکا د ۲۰۰۱ يوولسم سپتمبر په څېر يوه پېښه وليدل شي او درېيم يې وايي، چې بريتانيا کې به د نامسلمانو پر خلاف سخته جګړه پيل کړي.

سنډې ټايمز زياتوي، چې نوموړي درې واړه کسان هغه بريتانويان دي، چې عراق او شام کې د اسلامي دولت په پلوۍ جنګيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x