سرپل: د قومندان په ګډون یوولس تنه اربکیان وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶وری، ۱۳۹۷ل): تېره شپه ناوخته د سرپل ولایت په سنګچارک ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) پر یوې پوستې طالبانو برید کړی چې له امله یې ۱۱ تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلي لنډ خبر کې وویل چې د پوستې قومندان «حفیظ ګورګورک» هم په جګړه کې د ۱۱ تنو اربکیانو په ګډون وژل شوی او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

نوموړي وویل چې په دغه برید کې يې د یادې پوستې وسله هم غنیمت کړې ده.

که څه هم د کورنیو چارو وزارت او یا د سرپل ولایت د امنیه قومندانۍ له لوري په دې اړه څه نه دي ویل شوي خو د ولایتي شورا رئیس محمد نور رحماني رسنیو ته ویلي چې طالبانو تېره شپه پر یولس بجې د د سنګچارک ولسوالۍ د «تبر» په کلي کې د اربکیانو پر پوستې برید وکړ چې له امله یې یاده مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي هم تایید کړې چې په دغه برید کې د پوستې قومندان حفیظ وژل شوی دی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالولی (فهیم)۰
میلمه

ډیر ښه الله دی دا اربکیان همداسی موردار کړی دا دومره بی رحمه او پلید خلک دی چی هیڅ انسانیت پکی نشته او خلک ډیر په بیرحمی سره وژنی او زورویی خدای دی ټول تباه کړی امریکا سره یوځای.